د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه غونډه اسلام اباد کې پای ته ورسېده

د عکس سرچینه،
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه څلور اړخیزه پنځمه غونډه پای ته رسېدلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبره په دې غونډه کې بیا هم په دې ټینګار وشو، چې په افغانستان کې یوازې د خبرو له لارې سوله او ټیکاو راتلی شي او څلور واړه هېوادونه به په دې لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د څلورو هېوادونو پنځمه غونډه چې نن ( چهارشنبه ) ماسپښين په اسلام اباد کې پېل شوه، تر درې ساعته بحث وروسته پای ته ورسېده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سکرتر اعزازاحمد چودري، د افغان پلاوي مشري پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټرحضرت عمر زاخېلوال، د امریکا د متحده ایالاتو لخوا ددغه هېواد د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړي استازي ریچارډ اولسن او د چین پلاوي مشري ډينګ زي جون کوله.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جنګ له لارې هېڅ يوه ستونزه هوارېدلی نه شي او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي.

د عکس سرچینه، epa
خبرپاڼه زیاتوي، څلورواړو هېوادونو ټینګار وکړ، چې ددې خبرو لپاره به هر یو خپلو هڅو ته د تېر په څېر دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره په دې غونډه کې د څلورواړو هېوادونو لخوا د تیرې اپرېل مياشتې پر نولسمه نېټه د طالبانو لخوا په کابل کې شوی برید غندل شوی او وايي، هغه څوک چې ددې برید ترشا يې لاس درلود، باید سزا ورکړل شي.
که څه هم ددې خبرپاڼې په پای کې ویل شوي، چې د افغانستان د سولې بهیر همدې غونډو ته به دوام ورکوي خو د راتلونکې غونډې لپاره يې نه هم نېټه او نه هم ځای ټاکلی، خو وايي د څلورواړه هېوادونو تر سلا مشورې وروسته به نېټه او ځای اعلان کړي.
په افغانستان کې د سولې همدا بهیر د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې پېل شوی وو، چې ننۍ د اسلام اباد غونډه يې پنځمه هغه وه.








