هرات کورنیو تولیداتو ته د خلکو د هڅولو نندارتون جوړ کړی

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, هرات
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د کورنیو صنعتي تولیداتو لوی نندارتون پرانیستل شوی، چې د ۱۳۰ کارځایونو استازو پکې ګډون کړی چې هدف یې کورنیو تولیداتو ته د خلکو هڅول دي.
په دې څلور ورځني نندارتون کې د هرات د صنعتي پارکونو ډول ډول تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د صنعتګرانو ټولنې ویلي دا نندارتون دوه مهم هدفونه لري: لومړی دا چې غواړي خلک د کورنیو توکو رانیولو ته ورمات کړي او بل د هرات په صنعتي پارک کې نور شتمن وګړي پانګونې ته وهڅوي.
په یاد نندارتون کې خوراکي او ودانیز توکي، وچې او تازه مېوې، د لاسي صنایعو بېلګې، پلاستیکي او اوسپنیز لوښي نندارې ته وړاندې شوي.
دا نندارتون د هرات د صنعتګرانو ټولنې په نوښت جوړ شوی دی.



تر دې مخکې په هرات کې د ایران او افغانستان د صنعتي تولیداتو ګډ نندارتونونه هم جوړ شوي.
د هرات صنعتي پارک له هغو ایراني توکو سره سیالي کوي چې ورته یې په کور د ننه تولیدیږي.
د هرات صنعتکاران وایي د دې لپاره چې له ګاونډیو هېوادو سره د سیالۍ وړتیا پیدا کړي په کار ده چې دولت د دوی ملاتړ وکړي.
ډېری کورنۍ فابریکې د خپلو تولیداتو لپاره خام توکي له بهره راوړي.











