کابل کې د پاکستاني توکو نندارتون او ورسره مخالف لاریون

په کابل کې نن پنجشنبې (ثور/ غویي ۱۶مه) د پاکستاني توکو یو نندارتون پرانستل شوی چې ددغه هیواد له خوراکي توکو نیولې تر بریښنايي هغو پکې نندارې ته ایښودل شوي دي. پاکستاني سوداګر وايي افغانستان یې د ګټې وټې بازار تر نورو ښه دی.
بلخوا ورسره هم مهاله یو شمیر ځوانانو له پاکستاني توکو سره د پریکو کمپیاین پیل کړی. دغه کمپاین د افغانستان په تړاو د پاکستان سیاسي دریځ په غبرګون کې پیل شوی. د افغانستان اکثره خلک ددې هېواد په ناامنیو کې پاکستان پر لاس لرلو تورنوي.
کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي چې د اعتراض کونکو په لار نندارتون ورغلی، وايي له دې وړاندې درې وارې پاکستان د خپلو توکو نندارتونونه جوړ کړي خو دا لومړی ځل دی چې له داسې غبرګون سره مخ کیږي.

د کابل انټرکانټیننټل هوټل مخې ته لسګونه ځوانان د غوسې ښکاره کولو په نیت ولاړ و. ددوی په لاسو کې لیکلي شعارونه داسې وو چې نه غواړو خپلې پیسې هغه هیواد ته ورکړو چې موږ ته بمونه او ځانمرګي رالیږي.
اعتراض کونکو له خلکو غوښتنه کوله چې پاکستاني توکو سره دې پریکون وکړي او پرځای یې د خپل هیواد تولیداتو ته کار وشي.
رضوان الله شپون د نورو له منځه بي بي سي ته وویل، "هغه هیواد ته څنګه پیسې ورکړو چې ترهګري پرې غښتلی کوي موږ له ټولو خلکو غواړو چې پاکستان دې له دې لارې وځپي، پاکستان سره سوداګري ترهګرو سره مرسته ده."
د لاریون په څو مترۍ کې پاکستاني توکي نندارې ته ایښودل شوي.

سوداګریې وايي افغانستان یې د ګټې وټې ښه ځای دی نو یې ځکه ورته مخه ده. پاکستانۍ پیغله شاداب خان چې له راولپینډۍ کابل ته د ګټې لپاره راغلې وايي کابل کې یې توکي په ښه ډول وپلورل شول.
د نندارتون لیدو ته ګڼ خلک ورغلي، خو داسې کسان هم په کې شته چې توکي ګوري او زړه یې بل څه وايي لکه مروارید چې په لاس جوړونکو افغاني توکو یوه سوداګره ده.
مروارید وايي دوی چې څه په دې نندارتون کې ګوري ترې افغاني توکي څو چنده ښه کیفیت لري، خو کړاو دادی چې حکومت ورته د بازار موندنې لپاره کار نه کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست مشر خانجان الکوزی مې وپوښته، د افغانستان بازارونه ولې تر ډیره پاکستاني توکو ولکه کړي، هغه مني چې داسې شوي خو وايي پاکستان ورته تر نورو ارزانه دی.
ښاغلی الکوزی وايي، دا مهال افغانستان او پاکستان کال کې د پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لري چې له نیمايي ډیره برخه یې ناقانونه سوداګري ده.
د هغه په خبره، دې چارې بې کیفته توکو ته هم د خرڅلاو لاره ورجوړه کړې ده.
افغانستان وايي له پاکستان سره یې سوداګري یوه اړخیزه نه ده، که څه هم ځینې ناغیړۍ په کې شته خو تر ډیره پاکستان اړ دی د افغانستان د سوداګرۍ لپاره هم غیږه خلاصه کړي.
که په وچه کې راګېر افغانستان کراچۍ بندر ته د نړۍ سره سوداګریزه راشه درشه کولی شي، خو اسلام اباد منځنۍ اسیا ته د تللو لار له کابله نه شي چپولی.









