کابل کې د بنداژ جوړولو لومړۍ کارخونه

د افغانستان روغتونونه تر ډېره د بنداژونو اړتیاوې له بهرنیو هېوادونو پوره کوي، خو تمه شته چې ددغه ډول کارځایونو جوړېدل به له روغتونونو سره په کور د ننه توکو پېرلو کې مرسته وکړي.
د عکس تشریح، د افغانستان روغتونونه تر ډېره د بنداژونو اړتیاوې له بهرنیو هېوادونو پوره کوي، خو تمه شته چې ددغه ډول کارځایونو جوړېدل به له روغتونونو سره په کور د ننه توکو پېرلو کې مرسته وکړي.
    • Author, وحید پیکان
    • دنده, بي بي سي

د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره هم مهال په لومړي ځل کابل کې د ټپونو د پټۍ یا بنداژ یوه فابریکه جوړه شوې. په دغه کارخونه کې تر ۵۰ کسان کار کوي او د ورځې تر ۷ زرو بنداژونه جوړوي.

د افغانستان روغتونونه تر ډېره د بنداژونو اړتیاوې له بهرنیو هېوادونو پوره کوي، خو تمه شته چې ددغه ډول کارځایونو جوړېدل به له روغتونونو سره په کور د ننه توکو پېرلو کې مرسته وکړي.

د ټپ تړلو د بنداژونو جوړولو دا لومړنی کارځای د کابل په لوېدیځ کې کار کوي چې وکولی شي د خپل هېواد د روغتونونو لپاره له دغه اړخه اړتیاوې په کور دننه پوره کړي.

د ټپ تړلو د بنداژونو جوړولو دا لومړنی کارځای د کابل په لوېدیځ کې کار کوي چې وکولی شي د خپل هېواد د روغتونونو لپاره له دغه اړخه اړتیاوې په کور دننه پوره کړي.
د عکس تشریح، د ټپ تړلو د بنداژونو جوړولو دا لومړنی کارځای د کابل په لوېدیځ کې کار کوي چې وکولی شي د خپل هېواد د روغتونونو لپاره له دغه اړخه اړتیاوې په کور دننه پوره کړي.
افغانستان د بنداژ په برخه کې خپله ډېره اړتیا د پاکستان او چین له محصولاتو پوره کوي.
د عکس تشریح، افغانستان د بنداژ په برخه کې خپله ډېره اړتیا د پاکستان او چین له محصولاتو پوره کوي.

هغوی چې په دې کارځای کې بوخت دي د بنداژ جوړولو هنر یې په ایران او پاکستان کې زده کړی او خوښ دي چې اوس په خپل هېواد کې دا ډول چارې ته اوږه ورکوي.

په افغانستان کې د نا امنیو، سیاسي غورځو پرځو او نورو ګڼو دلایلو له امله سلګونه کارځایونه له کاره لوېدلي او سوداګرو خپله پانګه له دې هېواده ویستلې، خو ددې فابریکې څښتن محمد یونس ویاړ وايي له ټولو ګواښونو سره سره یې خپله پانګه دلته د کار لپاره اېښې:

تردې وړاندې په افغانستان کې یوازې یوه کارخانه چې هغه هم لوېدیځ ولایت هرات کې فعالیت لري د نورو طبي محصولاتو د تولید ترڅنګ بنداژ تولیدوي.
د عکس تشریح، تردې وړاندې په افغانستان کې یوازې یوه کارخانه چې هغه هم لوېدیځ ولایت هرات کې فعالیت لري د نورو طبي محصولاتو د تولید ترڅنګ بنداژ تولیدوي.

"هر افغان باید ملي ګتو ته په کتو دلته پانګونه وکړي.زه پوهیږم چی حالات کړکېچن دي او زما سرمایه له ګواښ سره مخامخ ده خو له دی سره سره زه چمتو یم د وطن لپاره کار وکړم. زه له دولته غواړم زموږ د محصولاتو ملاټر وکړي او له بهره د بې کیفیته وارداتو مخه ونیسي".

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ددې کارخانې د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې تولیدات به یې تر ډېره بریده له ګاونډیو هېوادونو د وارداتو مخه ونیسي.