د طالبانو او افغانستان دولت د سولې خبرې 'بیا پیلېږي'

د عکس سرچینه، MoFA
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د دوشنبې په ورځ (مې ۱۶مه/ غویی ۲۸مه) وویل، په دې خبرو کې هیله دا ده چې د افغان سولې لپاره پر یوه جوړجاړي سلا وشي. ټاکل شوې چې د افغان سولې په تړاو د څلورو هېوادونو د ناستې بل پړاو سبا د چارشنبې په ورځ په پاکستان کې تر سره شي.
د دې غونډې د جوړېدو خبر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لخوا خپور شوی، چې په ترڅ کې یې د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین استازي د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته د زمینې د برابرولو هڅې کوي.
په دې خبرو کې ښکیلو څلورو هېوادونو له تېرې څه مودې راهیسې هڅه کوله چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د خبرو ځنډول شوې لړۍ له سره پیل شي.
اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نفیس زکریا په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان د استازو ترمنځ پنځمه غونډه به سبا چهارشنبه په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د دې لړۍ په څلورمه غونډه کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه چې په کې ویل شوي وو تمه کېږي چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي. خو داسې ونه شول او طالبانو د اپریل په میاشت کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، AFP
بله خوا په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل پاکستان په څلور اړخیزه خبرو کې ژمنه کړې وه چې که طالبان له جګړې لاس وانخلي نو پرضد به یې له پوځي ځواک نه کار واخلي.
دغه راز څو ورځې وړاندې ولسمشر غني وویل د افغانستان ولس له حکومته غواړي چې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کې په دې خاطر له پاکستانه شکایت وکړي چې د مخالفینو ملاتړ یې کوي.
خو پاکستان وايي، خبرو ته د طالبانو راوستل اسانه چاره نه ده، له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو راوستل د څلورواړو هېوادونو ګډ مسوولیت دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ویلي و چې طالبان د خبرو له لارې هغه څه ترلاسه کولای شي چې له بلې لارې یا جګړې یې هېڅکله نه شي ترلاسه کولای.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو تراوسه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو په موخه څلور غونډې په کابل او اسلام آباد کې کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty
د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ پنځمه غونډه په داسې حال کې کېږي چې تېره میاشت په کابل کې د طالبانو له خونړي برید وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې واټن رامنځ ته شو.
د خبرو د دې لړۍ د بیا پیلېدو په اړه د افغان حکومت له خوا تراوسه څه نه دي ویل شوي.








