ټریبیون: طالبان به بالاخره د افغانستان حکومت کې شریک شي

نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز په خپله ننۍ گڼه کې ليکي چې په افغانستان کې د کوکنارو له پريمانو فصلونو طالبان گټه پورته کوي.
ورځپاڼه وايي د افغانانو يو متل دى چې "ښه کال له پسرلي څرګند وي"، نو که د هلمند د کوکنارو کروندې د پسرلي نښې نښانې وي نو بيا طالبانو لپاره ډېر ښه کال روان دی.
نيويارک ټايمز وايي په داسې حال کې چې د افغانستان د کوکنارو فصل ټولول مخ په بشپړېدو دی، کروندگر او چارواکي دواړه وايي چې سږ کال د کوکنارو فصلونه ډېر ښه و. ډېر اورښتونه وشول، حکومت د کروندو اړولو خپلې هلې ځلې وځنډولې او طالبانو هم ډېره سيمه لاندې کړې وه.
ورځپاڼه وايي طالبان د کوکنارو له فصلونو گڼې گټې اخلې، په کروندو کې کار کوي، ماليې ترلاسه کوي او عشر اخلي.
اکسپرس ټربيون:

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان کې چاپېدونکې اکسپرس ټربيون ورځپاڼه پوښتي چې آيا امريکا به له طالبانو سره گډ حکومت جوړ کړي؟
ورځپاڼه وايي طالبانو پسرلني عمليات اعلان کړل او د اپريل پر ١٩مه يې په کابل کې يو تر ټولو خونړى بريد وکړ.
د ورځپاڼې په وينا د حالاتو له خرابېدو سره دا پوښتنه پېدا کېږي چې آيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې بهير نور پاى ته رسېدلى؟ آيا پاکستان نور پر طالبانو خپل اغېز بايللى؟ او افغانستان پر کوم لوري روان دى؟
ورځپاڼه وايي د پنټاگون وياند په تېر نومبر مياشت کې وويل چې طالبان د سولې په بهير کې مهم گڼي او امريکا يې نور په فعاله توگه نه په نښه کوي.
خو طالبانو د خبرو نه کولو تگلاره خپله کړه. ورځپاڼه زياتوي چې پاکستان پر طابانو اغېز درلود، په دوو ډلو د طالبانو له ويشل کېدو وروسته، د ملامنصور په ځواکمنولو کې هم پاکستان رول درلود او د ملارسول د نيول کېدو خبرونه خپاره شول.
د اکسپرس ټربيون په باور هغه شنونکي چې وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې بهير نور ختم شوى دا قضاوت کې يې ښايي لږه بېړه کړي وي.
ورځپاڼه وايي د طالبانو له وروستيو بريدونو او کړنو نه موخه ښايي دا وي چې ملامنصور غواړي يو ځل جلا شوې ډله کابو او ځان ورباندې غښتلى کړي، او له هغه وروسته به د سولې خبرو اترو ته راشي. ورځپاڼه زياتوي چې بالاخره به طالبانو سره واک وويشل شي.
مسکو ټايمز:

د عکس سرچینه، Getty
دغه ورځپاڼې په خپله ننۍ گڼه کې د دريو هغو پوځي فرقو جزييات په ډاگه کړي چې د ناټو د پوځي شتون په وړاندې د روسيې پر پولو ځاى پرځاى کېږي. ورځپاڼې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هغه وينا را اخيستې چې وايي روسيه اړه ده چې پولو ته يې نژدې د ناټو ځواکونو د مېشتېدو په وړاندې گامونه پورته کړي.
گارډين:

د عکس سرچینه، Getty
د گارډين ورځپاڼې په خپل يوۀ خپاره کړي مطلب کې ليکلي چې د بريتانيا د پارلمان ځينو غړو چې د يونان مرکز کې د کډوالو د پنډغالو کتنه کړې د حکومت هغې پرېکړې هرکلى کړى چې وايي ډېر شمېر هغو ماشومانو ته به بريتانيا کې د مېشتېدو اجازه ورکوي چې په يواځې سر اروپا ته راغلي.
د ورځپاڼې په وينا له سيمه ييزو ادارو سره اړيکي نيول شوي چې له ايټاليا، يونان او فرانسې نه راتلونکو دغه راز ماشومانو د ځاى پر ځاى کولو لپاره ځانونه چمتو کړي.








