کندهار کې پرمختللی موزیم او ستر کتابتون جوړېږي

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې ډېر ژر به د کندهار په عینو مېنه کي د ملي موزیم او یوه کتابتون لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړي.

د موزیم او کتابتون د ودانیو لپاره لس جريبه مځکه، چې دوه میلیون ډالره ارزښت لري د "افکو" کمپنۍ له لوري وړیا ورکړل شوې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د یادې مځکې د اسنادو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، "د دغو دوو ودانیو د جوړولو چارې به شاوخوا څلور کلونو وخت ونیسي".

ښاغلي جهاني و نه ويل چې د دغو ودانيو پر جوړولو به څومره لګښت راشي خو په وينا يې ځينې لګښتونه يې د وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه او يوه برخه به يې د افکو کمپنۍ له خوا ورکړل شي.

جهاني وویل، په نړۍ کي همدا ولسونه دي، چې د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره پانګونه او اسانتیاوې برابروي.

نوموړي په ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه پر شتمنو غږ وکړ، چي په ورته ټولګټو پروژو کي برخه واخلي.

د افکو نړيوالې کمپنۍ رئيس هاشم کرزی وایي، په کندهار کي د کتاب لوستلو د فرهنګ د عامولو او د تاریخي آثارو د ښې ساتني په موخه يې دا اقدام کړی دی.

هغه وايي، د افکو بنسټ د دا ډول نورو مهمو پروژو ملاتړ هم کوي.

ښاغلي هاشم کرزي وویل، چې افکو کمپنۍ به د دغه دوو ودانیو په جوړولو کي تر خپلې وسي مرسته وکړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسئولين وايي، د عينو مېنې د کتابتون د جوړولو ترڅنګ، د کندهار په ځینو ولسواليو کې هم د کتابتونو د جوړولو پلان لري.

په کندهار کي ټول ۱۴۵ دولتي او شخصي کتابتونه موجود دي چي يوازې يو يې د مېرمنو لپاره ځانکړی شوی دی.