د کندهار بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندهار پر هوايي ډګر د وسلوالو طالبانو ډله ييز بريد کې چې شاوخوا ۱۵ ساعته يې دوام وکړ لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي.
د دفاع وزارت له لوري په تازه خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي، چې پر دغه هوايي ډګر ۱۱ وسلوالو بريد کړی، چې ټول وژل شوي دي.
بريد (سې شنبه، ډسمبر ۸مه) د ماښام په ۵:۳۰ پيل شو او د چارشنبې ورځې د شپې تر ۸:۱۵ پورې يې دوام وکړ.
په اعلاميه کې ویل شوي په دغه بريد کې ۳۸ ملکي وګړي، ۱۰ د ملي اردو سرتېري او دوه د ملي اردو سرتيري وژل شوي دي.
اعلاميه زياتوي د بريد له امله ټولټال ۳۵ کسان ټپيان دي، چې ۱۷ يې د ملي اردو سرتيري دي، څلور يې ملي پوليس دي او ۱۴ يې ولسي وګړي دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسلوالو طالبانو ويلي د کندهار پر هوايي ډګر بريد دوی کړی دی.
دوی ويلي په بريد کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
ځايي چارواکو منلې چې بريدګر توانيدلي هوايي ډګر ته د ورتلونکې لارې له لومړۍ دروازې تېر شي.
د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک بي بي سي ته ويلي:" بريدګر لومړی د يوه ښوونځي ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې د کندهار پر هوايي ډګر ډزې پيل کړې."
د بي بي سي خبريال وايي هغې سيمې ته چې بريدګر ننوتي کلک امنیت يې نيول شوی وي.
دی وايي په دغه ځای کې قول اردو، سرحدي زون، د افغان ځواکونو د اوسېدو کورونه او د بهرنيانو اډه موجود دي.
دغې سيمې ته یوازی هغو کسانو ته د ورتګ اجازه شته چې د پولیسو له خوا ځانګړي کارډونه ورکړل شوي وي.

د عکس سرچینه، AP
خانشين سقوط
بل خوا راپورونه ښيي چې د هلمند خانشين ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې او طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په استولو د نوموړې ولسوالۍ نيول منلي دي.
د هلمند يوه امنيتي سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلی، پوليسو له ولسوالۍ په شاتګ کړی.








