طالبان: کندهار کې زموږ والي نه دی وژل شوی

د عکس سرچینه، f
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او ځايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې په کندهار ولايت کې د طالبانو لخوا نومول شوی والي او د هغه د مرستيال په ګډون د دغې ډلې ۴۳ تنه وسله وال وژلي دي.
د کورنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د يو شمېر ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت زياتوي، د طالبانو لخوا نومول شوی والی "حيات چې په حاجي لالا" مشهور دی او مرستيال يې "احمدشاه همت چې په ارماني" مشهور دی په ۴۳ وژل شويو کسانو کې شامل دی.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم د دغو کسانو د وژلو ادعا پر وخت ويلي يې دي، "دغو کسانو د کندهارـ ارزګان لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه چې اوس بېرته پرانيستل شوه".
د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
بلخوا طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره په کندهار کې د دوی د والي او مرستيال د وژل کېدو خبر رد کړی او ادعا يې کړې چې په دغه نښته کې ۱۷ افغان سرتېری وژل شوي دي.
په تېرو ورځو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې نښتې شوې چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.




