له منځنۍ اسيا واردېدونکې برېښنا ته بايد ژر تر ژره لاره وټاکل شي

- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان د برېښنا وزارت اندېښنه ښودلې ده که افغان حکومت له منځنۍ اسيا د برېښنا د لېږدلو په تړاو د لارې د ټاکلو په برخه کې پر وخت مرسته کوونکو هېوادونو ته خپله پرېکړه وا نه اوروي، نو ښايي د دغې پروژې تدارکاتي چارې تر ١٨ میاشتو وځنډېږي.
د برېښنا وزارت مرستیال، امان الله غالب، نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل چې د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه د برېښنا پروژې د لېږد لارې په اړه باید د اپرېل میاشتې تر پایه مرسته کوونکو هېوادونو ته د وروستۍ پرېکړې په تړاو معلومات ورکړل شوي وای. حال دا چې اوس دا نېټه تېره شوې ده.
د ټوټاپ په نوم د دې پروژې اصلي مرسته کوونکي امریکا او جاپان دي.
د دغو هېوادونو غوښتنه له افغان حکومته دا وه چې د اپرېل تر پایه چې دوه ورځې ترې تېرې هم دي، د برېښنا د لېږد لارې په اړه د وروستۍ پرېکړه شوې وای.
ښاغلي غالب وويل"مهمه خبر دا ده چې جاپان د دویمې لارې لپاره پیسې ورکوي او د بدلون وړ هم نه ده. که موږ پرېکړه و نه کړو چې پروژه له کومې لارې پلې شي، نو جاپان ویلي چې له افغانستان سره ژمنه شوې پیسې به بېرته واخلي".
وړاندې تر دې د ولسمشر محمد اشرف غني د دویم مرستیال دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې دوی د سالنګ لارې پر ځای د بامیانو له لارې د برېښنا لېږد پروژې ملاتړ کوي.
خو د افغانستان د برېښنا وزارت د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له دغه مخالفت د حل لپاره یوه بدیله طرحه هم لري او وايي د پروان ولایت د پشته سرخ څخه به د غوربند له لارې بامیانو ته برېښنا ورکړي.




