''ولسمشر دې امنيتي طرح وړاندې او پاتې کابینه معرفي کړي ''

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د امنیت او سولې په اړه خپله نوې تګلاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو سره په ګډه ناسته کې شریکه کړي.

د عکس سرچینه، arg

د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د امنیت او سولې په اړه خپله نوې تګلاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو سره په ګډه ناسته کې شریکه کړي.

د افغانستان ولسمشر به سبا د ملي شورا له غړو سره د حکومت نوې استراتیژۍ د امنیت، سولې او له پاکستان سره د اړیکو په تړاو خبرې وکړي.

مخکې له دې ولسي جرګې له ولسمشر غوښتي وو چې غونډې ته له راتګ نه مخکې د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته نوماندان د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د امنیت او سولې په اړه خپله نوې تګلاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو سره په ګډه ناسته کې شریکه کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال بي بي سي ته وویل، په دې ناسته کې به د امنیت او له پاکستان سره پر اړیکو خبرې ورټولې وي.

له دې مخکې ولسي جرګې له ښاغلي غني غوښتي وو چې غونډې ته له ورتګه مخکې د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره نوماندان ور معرفي کړي.

خو ښاغلی مینه پال وايي، په دې اړه هڅې روانې دي خو پرېکړه لا پایلې ته نه ده رسېدلې او څرګنده یې نه کړه چې دغه دوه چارواکي به تر سبا ولسي جرګې ته ور وپېژني او که نه؟

له بلې خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د خلکو استازي په تمه دي چې ولسمشر غني د دوی د لاښه ملاتړ تر لاسه کولو لپاره به د اړینو ملي موضوعاتو په اړه څرګنده وینا وکړي.

ښاغلي غفار زیاته کړه چې ملي شورا تر دې دمه دا پریکړه نه ده کړې چې د سبا په غونډه کې به ولسمشر ته خپلې غوښتنې په ډاګه کړي او که نه؟ خو وویل چې اړینه ده د امنیت وضعیت په اړه پرېکنده تصمیم وشي.

د افغانستان د ولسمشر په ګډون دا غونډه د مهمو کسانو د ساتنې پر ریاست د تېرې اونۍ له هغه خونړي برید وروسته ترسره کېږي چې له ۶۴ کسان پکې وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر په کې ټپیان دي.

دوا خان مینه پال

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال بي بي سي ته وویل، په دې ناسته کې به د امنیت او له پاکستان سره پر اړیکو خبرې ورټولې وي.

له دغه برید نه یوه اونۍ مخکې ولسمشر غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په کتنه کې امنیت او سوله د خبرو څرګند ټکي وو. خو داسې ښکاري چې دغه برید افغان حکومت تر فشار لاندې راوستی تر څو د سولې او جګړې د سیاست په اړه بیا کتنه وکړي او په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو سره پرې مشوره وکړي.