ايټاليا افغانستان سره ۹۲ ميليون يورو مرسته کوي

د عکس سرچینه، epa
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير، پاولو جين ټيلوني، هرات ته په خپل سفر کې له افغانستان سره د ۹۲ ميليونه يورو مرستې اعلان وکړ.
ټاکل شوې چې د دغو مرستو يوه برخه به په هرات کې د اورګاډي د ليکې په جوړولو لگول کېږي.
د هرات والي، محمد اصف رحيمي، د ايټاليا د بهرنيو چارو له وزير سره په خبرو کې ويلي، چې پر ايران د اقتصادي بنديزونو له ليرې کېدو د هرات پر اقتصادي او ټرانزيتي اهميت کې زياتوالی راوستی او د ايتاليا مرستې په دغه برخه کې ډېرې مهمې دي.
نوموړی زياتوي دغه مرستې به د هرات د بنسټونو په پراختيا کې لويه ونډه ولري.
محمد اصف رحيمي وايي هيله من دی چې هرات به په راتلونکي کې د جنوبي اسيا او منځني ختيځ تر منځ د ټرانزيت لار وي.
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير وويل ايټاليا به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.
ايټاليا له څو کلونو راهيسې د هرات ولايت د بيا رغونې په برخه کې مرسته کوي.




