د اړیکو پخواني وسایل د هرات موزیم کې کېښودل شول

د مدني ټولنې یوه فعاله ماریا بشیر وایي: "زه له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې د دې موزیم په جوړولو کې یې مرسته کړې''.
د عکس تشریح، د مدني ټولنې یوه فعاله ماریا بشیر وایي: "زه له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې د دې موزیم په جوړولو کې یې مرسته کړې''.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, هرات

د افغانستان لوېدیځ هرات موزیم ته د اطلاعاتو او اړیکو پخواني وسایل ولېږدول شول. دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د اړیکنیواندۍ دا ډول پخواني توکي د کلتورپالو ځوانانو په نوښت موزیم ته وراضافه کېږي.

د جارچي د جار وهلو له وسیلې نیولې د انټرنېټ تر اوسني وخته، د اړیکو د نیولو او د اطلاعاتو د رسولو د وسایلو بېلګې په دغو توکو شاملې دي.

په ځانګړې توګه په وروستۍ یوه پېړۍ کې د چاپي او غږیزو رسنیو پخواني وسایل هم چې په هرات کې کارېدل، د هرات موزیم کې ترسترګو کېږي.

په دی موزیم او دایمي نندارتون کې د هغو وسایلو څه باندې دوه سوه بېلګې نندارې ته وړاندې شوې چې د اړیکو او اطلاعاتو په برخه کې کارول شوي. لکه د سینما، ټلویزیون، راډیو، تیلیګراف او چاپي تخنیکي امکانات.

دا ټول توکي د دوربین کلتوري بنسټ له خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د ډالۍ په توګه سپارل شوي.د نوموړی بنسټ مشر نور احمد کریمي وایی: "محصلین اوس مهال د ژورنالیزم پوهنځي کې د ژورنالیزم تیوري زده کوي.

دا موزیم به په ځانګړې توګه له دوی سره مرسته وکړي چې په عملي ډګر کې له ټولو هغو وسایلو سره اشنا شي چې لومړنیو ژورنالیستانو به کارول".

د جارچي د جار وهلو له وسیلې نیولې د انټرنېټ تر اوسني وخته، د اړیکو د نیولو او د اطلاعاتو د رسولو د وسایلو بېلګې په دغو توکو شاملې دي.
د عکس تشریح، د جارچي د جار وهلو له وسیلې نیولې د انټرنېټ تر اوسني وخته، د اړیکو د نیولو او د اطلاعاتو د رسولو د وسایلو بېلګې په دغو توکو شاملې دي.

دا موزیم ته یوه لویه خونه د هرات د اختیارالدین په لرغونې کلا کې بېله شوې.د هرات کلتوري څېرې په دې آند دي چې دا به په معاصر تاریخ کې په هرات کې د ژورنالیزم د ودې د څرنګوالي په اړه کره مالومات تاریخ لیکونکو ته په لاس ورکړي.

دا موزیم به په ځانګړې توګه له دوی سره مرسته وکړي چې په عملي ډګر کې له ټولو هغو وسایلو سره اشنا شي چې لومړنیو ژورنالیستانو به کارول".
د عکس تشریح، دا موزیم به په ځانګړې توګه له دوی سره مرسته وکړي چې په عملي ډګر کې له ټولو هغو وسایلو سره اشنا شي چې لومړنیو ژورنالیستانو به کارول".

د مدني ټولنې یوه فعاله ماریا بشیر وایي: "زه له ټولو هغو کسانو مننه کوم چې د دې موزیم په جوړولو کې یې مرسته کړې''.

دا د هرات کلتوري ارزښتونه ښیي. هیله مې دا ده چې دا ډول هڅې د افغانستان په نورو سیمو کې هم وشي".د دې موزیم ټول توکي د نور احمد کریمي په شخصي هڅو ترلاسه شوي.

نوموړی وایي ځیې یې ملګرو ورکړي او ځینې نور یې په شخصي لګښت رانیولي دي.