د بدخشان وردوج ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شول

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د افغانستان امنیتي ځواکونو له طالبانو د وردوج ولسوالۍ بېرته نیول لپاره پوځي عملیات نن پیل کړل.

د یُمګان او وردوج ولسوالۍ تېر کال مني کې د طالبانو لاسته ولوېدې.

د بدخشان ولایت ویاند احمد نوید فروتن وایي، ددې عملیاتو لپاره ډېر چمتووالی نیول شوی او امنیتي ځواکونه په پام کې لري چې په همغږۍ سره ټولې هغه سیمې پاکې کړي چې طالبان پکې فعالیت لري.

ښاغلی فروتن وایي، وسله وال ځواکونه ددې عملیاتو په لړ کې د طالبانو تر ځایونو مخته تللي او مخالفینو تراوسه له ځانه مقاومت نه دی ښوولی.

د هغه په خبره دا عملیات د خلکو له ملاتړه برخمن دي او ددې ولایت ډېرو اوسېدونکو له امنیتي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

هغه وویل، دا عملیات به د طالبانو له شتون څخه د سیمې تر پوره پاکولو دوام ولري.

بلخوا په کندوز ولایت کې په روانو عملیاتو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی او توانېدلي چې د کندوز ښار څېرمه د چرخاب او ناصری ها سیمې له طالبانو پاکې کړي.

د کندوز والي اسدالله عمر خېل وویل، د امنیتي ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې دغه سیمې د مخالفینو له شتونه پاکې شوي او لسګونه طالبان یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.