بدخشان کې د ۲ طالبانو بدل کې ۹ پوليس خوشي شوي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان کې چارواکي وايي وسلوالو طالبانو نهه سرحدي پوليس چې د وردوج پر ولسوالۍ د بريد پر مهال يې نيولي وو، خوشي کړي دي.
د بدخشان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر امام علي عزيزي بي بي سي ته ويلي طالبانو دغه نهه سرحدي سرتېري د خپلو دوو ملګرو د خوشي کېدو په بدل کې ازاد کړي دي.
ښاغلی عزيزي وايي د دغه جوړجاړي منځکړتوب ځايي مخورو کړی دی.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بدخشان ځايي چارواکي وايي دغه دوه طالبان په زيباک ولسوالۍ کې له نهو افغان سرحدي پوليسو سره تبادله شول.
تر دې وړاندې د وردوج ولسوال دولت محمد خاور ويلي و، چې افغان امنيتي ځواکونو له دغې ولسوالۍ نه تکتيکي شا تګ کړی دی.
ځايي چارواکو او دغه راز د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې د طالبانو له لوري د دغو نهو افغان سرحدي پوليسو د نيول کېدو په اړه رسنيو ته څه نه و ويلي.
طالبانو هغه مهال پر خپله ټوېټر پاڼه کې په يوه پيغام کې ادعا کړې وه چې د وردوج د نيولو پر مهال جګړه کې يې له ۵۰ زيات افغان سرتېري وژلي دي.
د سږکال په لومړيو کې هم وسلوالو طالبانو پر وردوج بريد وکړ او يو شمېر افغان سرتېري يې ژوندي ونيول چې وروسته يې بيا ووژل.
د افغان سرحدي پوليسو د خوشي کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره ورځ (جمعه، اکتوبر ۲۳مه) د فارياب ځايي چارواکو تاييد کړه چې وسلوالو طالبانو د فارياب د غورماچ امنيه قومندان عبدالمجيد ګليم باف له خپلو ۱۲ سرتېرو سره وواژه.








