هېلمند د افغانستان يو تر ټولو "خطرناک" ولايت

پوځي سرچينې وايي چې د هېلمند د امنيت لپاره په سنگين کنترول ډېر مهم دى.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، پوځي سرچينې وايي چې د هېلمند د امنيت لپاره په سنگين کنترول ډېر مهم دى.

پوځي سرچینې وايي د افغانستان د هېلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو نتیجه به ددې ولایت د راتلونکي لپاره ډیره مهمه وي.

د بي بي سي یو خبریال جسټين رولات چې پدې وروستیوکې دغه ولایت ته تللی و وايي "هېلمند د افغانستان ترټولو خطرناکه ولایت بلل کېږي".

هغه وايي د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې ۴۵۶ برېتانوي عسکر وژل شويدي چې له ۷ تنو پرته نورټول يې په هېلمند کې وژل شوي.

له هغې راهیسې چې بهرني ځواکونه وتلي او افغان ځواکونو د طالبانوپرضد د جګړې مسولیت پرغاړه اخیستى په هېلمند کې يې په پرلپسې توګه یوشمیر سیمې له لاسه وتلي دي.

 سنگين د لشکرگاه په شمال کې له ستراتيژيکه پلوه يوه مهمه ولسوالي ده.
د عکس تشریح، سنگين د لشکرگاه په شمال کې له ستراتيژيکه پلوه يوه مهمه ولسوالي ده.

افغان ځواکونو له یوشمېر مهمو ولسواليو لکه سنګین، موسى کلا او ناد علي څخه د هغوى په خبره ’’ ستراتیژیک پرشا تګونه’’ کړي.

له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ قوماندان، جنرال آنډریو رولینګ، د بي بي سي خبریال ته وویل چې : ’’ هو، موږ له ځینو هغوسیموڅخه چې پخوا د افغان ځواکونو په لاس کې وې، ځواکونه رایستلي، خو راځئ چې د تېرکال نه وروسته د افغان پوځ وړتياوو ته وګورو، چې په کومو بر خو کې پياوړي دي ، مرسته ورسره وکړو او هغوځایونوته يې ولېږو چې هلته د اوږدې مودې لپاره په سمه توګه جنګېدلاې شي".

 په افغانستان کې ٤٥٦ برېتانوي پوځيان وژل شوي چې له اوو پرته ټول يې په هېلمند کې وو.

د عکس سرچینه، MoD

د عکس تشریح، په افغانستان کې ٤٥٦ برېتانوي پوځيان وژل شوي چې له اوو پرته ټول يې په هېلمند کې وو.

پدې وروستیوکې افغان ځواکونو د سنګین په ولسوالۍ اوشاوخوا سیمو کې له طالبانوڅخه د ځینو ځايونو د بیرته نیولولپاره بریدونه پېل کړل.

هېلمند کې د افغان ځواکونو یو مشر، برید جنرال محمد غني په دې اړه وايي: ’’ څه موده مخکې موږ په دفاعي حالت کې وو، خو اوس موږ خپل ځواکونه بیا د برید حالت ته چمتو کوو’’.

هلمند کې د افغان ځواکونو یو مشر، برید جنرال محمد غني وايي: ’’ څه موده مخکې موږ په دفاعي حالت کې وو، خو اوس موږ خپل ځواکونو بیا د برید حالت ته چمتو کوو’’.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، هلمند کې د افغان ځواکونو یو مشر، برید جنرال محمد غني وايي: ’’ څه موده مخکې موږ په دفاعي حالت کې وو، خو اوس موږ خپل ځواکونو بیا د برید حالت ته چمتو کوو’’.

خو افغان ځواکونه به له یوې سختې جګړې سره مخامخ کېږي.

په تېر وخت کې په سنګین کې برېتانوي ځواکونو ډیرې سختي جګړې کړې وې.

یو امریکايي پوځې مامور د بي بي سي خبریال ته وویل چې "د سنګین جګړه به د هېلمند لپاره ډېره مهمه وي".

که د افغان ځواکونو دا برید بریالی شي، ثابته به کړي چې افغان پوځ په ریښتیا په یو اغېزمن ځواک بدل شویدی.

خو که ناکامه شي، باید هغوى پدې لانجمن ولایت کې پرخپلې ټولې ستراتیژۍ له سره غور وکړي.