طالبان وايي"د خانشین ولسوالي يې نيولې" خو حکومت يې نه مني

د عکس سرچینه، BBC World Service
د راپورونو له مخې، د افغانستان امنیتي ځواکونه تیره شپه د هلمند له سرحدي ولسوالۍ خانشین په شا شوي او سیمه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
خو د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ،دا راپورونه ردوي چې ګواکي ولسوالي دې د طالبانو لاسته لوېدلې وي.
د ښاغلي ځواک په خبره طالبانو تېره شپه پر یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. دی وایي، سیمې ته اضافي سرتېري استول شوي او لا هم ددې ولسوالۍ په ځېنو برخو کې جګړه روانه ده.
د راپورونو له مخې، د دولت وسله وال مخالفین له لیرې د خانشین امنیه قوماندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ په درنو وسلو په نښه کوي. په سیمه کې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله د خانشین اوسیدونکو سره اړیکه نه شي نیول کېدای.
طالبان وایي، تېره شپه تر درنې جګړې وروسته حکومتي ځواکونه له یو شمېر پوستو په شا شوي دي. د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې ولسوالۍ لا له وړاندې ددوی په ولکه کې ده.
د افغانستان امنیتي ځواکونه یوه میاشت وړاندې د هلمند له دوو ولسوالیو، موسی قلعه او نوزاد کې له خپلو پوځي مرکزونو په شاه شوي وو. ځایي چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دا یو "تاکتیکي شاتګ" دی.
طالبانو د کب په ۱۹ مه هم په ګرشک ولسوالۍ کې پر دولتي بنسټونو ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې چې تر ۴۸ ساعتونو یې ډېر دوام وکړ، ۵ امنیتي سرتېری او نهه ځانمرګي بریدګر ووژل شول.




