هلمند کې د طالبانو اوږد ډله ییز برید پای ته ورسېد

په برید کې ویشتل شوې ودانۍ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په برید کې ویشتل شوې ودانۍ

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت اوپراتیفي مشر جنرال عبدالجبار قهرمان بي بي سي ته وویل، په دې ولایت کې پر ځینو حکومتي بنسټونو له تېرو درو ورځو راهیسې د طالبانو هغه ډله ییز برید تېره شپه پای ته ورسېد، چې شاوخوا لسو ځانمرګو برید کوونکو پکې ګډون درلود.

نوموړي وویل، په برید کې د دوی څلور پولیس او د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوي دي او ۱۲ نور سربېرن ټپیان شوي دي.

ښاغلي قهرمان وویل، وروستی برید کوونکی تېره شپه وویشتل شو، چې په وینا یې تقریباً په دې برید کې اتو – نهو ځانمرګو برید کوونکو ګډون درلود.

نوموړی وايي، برید کوونکي په وسلو سمبال و، چې د دغه اوږده برید په پای کې افغان امنیتي ځواکونو لس میله وسلې هم ونیولې.

جنرال قهرمان وايي، د برید کوونکو له وسلو ښکاري چې لس میله وسلې وې او دوی هم شاید لس کسان وو، خو وايي اوس یې د هغو رپوټونو په اړه څېړنې روانې دي، چې ویل کېږي تېره شپه یوه برید کوونکي له تیارې نه په ګټې اخیستو پښې سپکې کړې دي.

برید کوونکي حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې څو پوړیزه ودانۍ ته ختلي وو له هغه ځایه یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.

برید کوونکي حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې پنځه پوړیزې ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه یې جګړه کوه.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، برید کوونکي حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې پنځه پوړیزې ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه یې جګړه کوه.

جنرال قهرمان بي بي سي ته وویل، برید کوونکو د ودانۍ په یوه پوړ کې اوسېدونکې کورنۍ ته ویلي وو، چې ژر ووځي، همدا وو چې کورنۍ ترې وتلې وه او دوی یې لوړو پوړونو ته وختل او له هغه ځایه یې جګړه پیل کړه.

څه موده وړاندې د هلمند ولایت قول اردو ته د افغان امنیتي ځواکونو سلامشورې او تسلیحاتي مرستو لپاره ولاړل، خو د هلمند چارواکي وايي، دوی ته یې کره شمېر معلوم نه دی.

د عکس سرچینه، AFP