د کندوز نوى والي: نا مسوله وسله والې ډلې به له منځه وړو
افغان حکومت وايي په کندوز کې به تر طالبانو ډیر ځايي ملېشو سره مبارزه کوي چې د خلکو امنیت خوندي شي.
د افغانستان شمال ختیځ ولایت کندوز ته نوی ټاکل شوی والي اسدالله عمر خېل وايي لومړنۍ کاري دنده یې دا ده چې په دغه ولایت کې هغه خپلسرې ډلې له منځه یوسي چې د خلکو ژوند ګواښي.
والي عمرخېل په کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي سره مرکې کې وويل ځینې کسان چې ځان په ښکاره د دولت مخالفین نه ګڼي، خو هغوي له هرچا ډېره ګډوډي جوړه کړې ده.
ده وويل ''هغه پخوانۍ ملیشې چې د بدۍ نیت نه لري د دولت په منظمو قطعاتو کې به ځای شي او هغه ملیشه يي ځواکونه چې د نورو د موخو لپاره کار کوي ژر تر ژر به بې وسلې او یاهم له سیمې وشړل شي''.
ښاغلى عمرخېل ادعا وکړه چې د کندوز په ځايي ملیشو کې داسې خلک هم شته چې د بهرنیو جاسوسي کړیو لپاره کار کوي او په حکومت کې د ننه یې هم یوشمیر ملاتړي شته.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې لومړیتوب مو له طالبانو سره جګړه او که د ملیشو ځپل دي ؟ والي وویل ''تر هرڅه لومړی د خلکو د عزت او خوندیتوب خبره مهمه ده موږ به هڅه کوو د خپلسرو ډلو له شره کندوزیان وژغورو، له طالبانو سره د جګړې هیڅ لیوالتیا نه لرو تمې مو دا دي چې وسله وال طالبان د سولې په بهیر کې ورګډ شي''.
نوموړي زیاته کړه: ''له طالبانو سره د جګړې بالکل شوقیان نه یو خو کوښښ مو دا دی چې زموږ اصلاحي پرواګرمونه ومني''.
اسدالله عمرخېل وايي ډېر ځله نامسوله وسله وال د طالبانو په سیوري کې خپلې کړنې سرته رسوي.
ولسمشر اشرف غني کندوز ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې ددغه ولایت په چارواکو کې به له یوه مخه د سمون لپاره بدلون راولي ،خو والي عمرخیل وايي لاخو د ولسمشر د ژمنې له مخې بشپړ بدلون نه دی راغلی او د حکومت هڅه دا ده چې کندوز ته یو سمه او په کار پوه اداره ور جوړه کړي.

د عکس سرچینه، AP
په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې چې د لنډ وخت لپاره کندوز د طالبانو لاس ته ولویدلى و، تر اوسه دغه ولایت والي نه درلوده.
که څه هم والي يي وټاکل شو خو لا هم د چارواکو په وینا کندوز له سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ دی د نا امنیو اصلي ریښه له حکومته نیولې تر ځايي خلکو په پخوانیو ملیشو چلند ګڼل کیږي.
بي بي سي د کندوز ښار له سختو جګړو وروسته ددغه ولایت په ځینو سیمو کې له هغو ملیشو سره ولیدل چې د خلکو له کروندو د عشر په نوم غلې دانې ټولوي او کورواکه سیمې لري.
د کندوز دشت ارچي، امام صاحب، خان اباد او ځینو نورو ولسوالیو کې خلک د غلو او لارو شکونکو د شته والي له امله په ویره په لویو لارو تلل او ډيره ځله مرګونې پیښې هم رپوټ شوي دي .
تیر کال طالبانو په دشت ارچي کې ځینې کسان دلارو شکونکو په تور ووژل او ادعا يي درلوده چې د اربکي ملیشو خلک دي، ادعا کېږي چې په ځینو سیمو کې طالبان هم له خلکو عشر او د جګړې په ملاتړ پیسې ټولوي داسې کلي بي بي سي ته وښودل شول چې په یوه سر کې یې اربکي ملیشې او بل خوا يې طالبان واکمني کوي او د خلکو له کروندو عشر ټولوي.

د عکس سرچینه، ARG
د حکومت دا نوې ادعا چې نا مسوله وسله وال به ځپي، که څه هم ډير يې دا منيت لپاره گټور گڼي خو دا چې دا به ترکومه عملي کېږي دا به راتلونکى وخت کې څرگنده شي.








