د کندوز ویجاړ روغتون یوه میاشت وروسته

- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
بي بي سي ته په کمساري ډول د کندوز د اېم اېس اېف روغتون ویجاړې ودانۍ ته د ننوتلو وخت ورکړل شو.
دغلته کلکه څارنه روانه ده چې څوک د ویجاړۍ پاتې شونې بې ځایه نه کړي ځکه د بې پولې ډاکټرانو اداره د بې پرې پلټنو تمه لري، ولایتي چارواکي هم د دوی له چارو سره ټکر نه کوي.
روغتون د اکتوبر پر درېیمه چې کندوز ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی و بهرنیو هوايي ځواکونو په نښه کړ او د روغتون لسګونه کارکوونکي او ناروغان مړه او ژوبل شول.
میاشت وروسته یې لیدنه
موږ چې روغتون ته ننوتلو پر سړک روان و، د خلکو سترګې را اوښتې، ځکه دغه روغتون ته اوس د چا ډېر تګ راتګ نشته.
د ننوتلو په لویه دروازه پر ځړېدلو تښتو ویل شوي و، موږ د نورو ناروغانو د بستر ځای نه لرو نو لطفآ خپل ناروغان د بستر لپاره مه راوړئ.
دا د هغو شېبو سپارښتنه وه چې د کندوز ښار په زړه کې د جګړې څپې خپرې وې او همدا یواځینی روغتون و چې د ټپیانو درملنه یې کوله.


حفیظ کاکړ د کندوز ښار یو اوسېدونکی دی. دی په لاره په مخه راغی، ځان یې د پوهنتون استاد راوپېژانده، ترې ومې پوښتل چې دا روغتون څومره د دې سیمې په درد دوا و؟
نوموړي راته وویل:
"دا روغتون نه یوازې په کندوز بلکې په ټول شمال ختیځ کې د درملنې یو مهم مرکز و. دلته خو بي وسي ده خلک هند او پاکستان ته د درملنې لپاره د تللو وس نه لري دا يې ځای و چې ونړېده"
موږ دغه ویجاړ روغتیایي مرکز ته د ننوتلو تکل وکړ.

د روغتون دروازه نیمه نوې ښکاريده.

د اکتوبر پر نهمه د بې پولې ډاکټرانو له خولې امریکايي ځواکونو په خپل سر پر دروازه ټانک ور وخيژاوه او غوښتل یې د ویجاړیو نښې ورکې کړي، خو بې پولې ډاکټران وايي خبره یې رسوا کړه.
دروازه هم هغه وخت ماته شوې وه چې بېرته ورغیده.
د ودانۍ پر لمبو وهلو دېوالونو لیکل شوي:
"دننه مه ځئ ګواښ شته"

د عکس سرچینه، AP
په ځینو ځایونو پر انګلیسي ژبه لیکلي دي، "ولې؟"
ښايي پر روغتون د هوايي ګذارونو په تړاو پوښتنه وي.
موږ ته دا اجازه نه وه چې له ویجاړیو له تاو مزو ور واوړو.
هر څه که سکاره شوي، که نړېدلي بیا لاس نه دی ور وړل شوی، په یوه څنډه مې یوه خولۍ ولیده چې د یوه کلیوال راښکاره شوه.
که دې هر ګام اخېسته د یوې غمیزې انځور و.
له لوحو او لیکنو ښکارېده چې د بېړنيو ناروغانو (عاجل) واټ په نښه شوی و.
اداري خونې چې د دغه ودانۍ په یوه ګوښه کې دي هومره زیان یې نه دی لیدلی خو په ټولو دېوالونو د ګولیو خاپونه شته.

د عکس سرچینه، AFP
د روغتون یو کارکوونکی چې له پېښې ژوندی پاتې شوی وايي:
"طالبان روغتون ته راغله وسلې یې په دروازه کې پرېښودې، ځکه طالبان د دغه روغتون پر اصولو خبر و. په چهار دره او نورو سیمو کې چې طالب سله وال واکمن و هلته یې د بې پولې ډاکټرانو قوانین اوریدلي و، نو په منډه يې خپل ټپیان پټۍ کړل او ووتل یو څو وار د روغتون لېدنې ته راغلل، دلته بسترونه ډک و د جګړې ټپیان پراته و، یو څه عادي ټپیان به موږ له واټونو ویستل د ودانۍ په غولي کې به یې وخت تیراوه. شپه نیمه وه چې بمبار وشو، کندوزیان د طالبانو او حکومت جګړې ټپیان کړل او امریکا یې د وژلو لپاره بمونه وغورځول"
بې پولې ډاکټران قهروړي دي، د بې پرې پلټنو غوښتونکي دي څه چې د دوی زړه پرې نه دی ډاډه شوی تر اوسه د پلټنو بهیر دی.
دوی دا یو جګړه اییز جرم یادوي.

د عکس سرچینه، MSF
پر بمونو لولپه روغتون د برید شپې ته ورته انځور لري خو سکاره یې رنځېدلي او د ویجاړیو ساه ختلې، د ګناه او ګناهګار لټون او محکمه یې لا څرګنده نه ده.








