د افغانستان سولې عالي شورا د سولې خبرو لارنقشې هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان دولت او وسله واله طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر لار نقشې د شوې هوکړې هرکلى کړى.
د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان جرگه شويو استازو پرون اسلام اباد کې خپلې درېمې غونډې کې پر دې هوکړه وکړه.
د سولې عالي شورا غړي محمد اسماعيل قاسميار هيله وښودله چې دا لارنقشه به دا شونې کړې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخې خبرې پيل شي.
په پام کې ده، چې د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان د استازو څلورمه غونډه په همدې مياشت کې په کابل کې جوړه شي.
د اسلام آباد د غونډې په پاى کې خپرې شوې اعلامېې کې د طالبانو له ټولو ډلو غوښتنه شوې چې د سولې له خبرو سره يوځاى شي.
د سولې د خبرو په برخه کې دغه پرمختگ داسې مهال شوى چې طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړى.
له دې مخکې د افغان سولې بهير په اړه د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان په ګډون اسلام اباد کې څلور اړخيزه غونډه پاى ته ورسېده او په لاندنيو دريو ټکو سلا وشوه.
د سولې بهېر د پر مخ بېولو لپاره لارنقشه جوړه شوه.
د فبرورۍ تر اخره به د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ خبرو لپاره نېټه وټاکل شي.
پر دې سلا وشوه چې بله څلور اړخیزه غونډه به د فبرورۍ پر ۲۳ کابل کې جوړېږي.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې روانې جګړې ته پای ورکول اړين وبلل او و يې ويل، دغه کړکېچ پر افغانانو جګړه تپلې او د سيمې د بې ثباتۍ سبب هم ګرځېدلی دی.
په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت معين حکمت خليل کرزي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي ريچرډ ولس، کابل کې د چين ځانګړي استازي ډينګ شي جين هم ګډون درلود.
په اسلام اباد کې د نننۍ غونډې په پیل کې د پاکستان د حکومت د بهرنۍ تګلارې سلاکار سرتاج عزیز وويل، چې د سولې په برخه کې د باور فضا رامنځ ته کول او د څلورو هېوادونو تر منځ په هره برخه کې همکاري اړینه ده.
نوموړي وايي، "بايد هڅه وشي چې ډېرې طالب ډلې د سولې بهير کې ګډون ته وهڅول شي او هغه چې نه غواړې فشار پرې راوستل شي".
د اسلام اباد غونډه کې د پاکستان استازو په دې ټينګار کاوه، چې د طالبانو ډېری اړوندې ډلې بايد له افغان دولت سره د سولې احتمالي خبرو ته وهڅول شي.
د افغان سولې په تړاو په تېرو څلور اړخيزو غونډو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقيمو خبرو لپاره پر لارو چارو خبرې شوې وې او په نننۍ غونډه کې په دې اړه يو لارنقشه هم جوړه شوه.
د غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او دوامدارې سولې راوستلو لپاره پر سياسي حل ټينګار وشو.








