د افغانستان او پاکستان د استخباراتي مشرانو غونډه

د افغانستان طالبانو سره د خبرو د سولې پروسې پېلولو په تړاو اسلام اباد کې د څلور اړخيزه خبرو د درېمې غونډې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان استخباراتي مشرانو په پاکستان کې ليدلي دي.
که څه هم د افغانستان د ملي امنيت د سرپرست مشر، مسعود اندرابي او د پاکستان د آی اس آی مشر، رضوان اختر ددې ليدنې په اړه په رسمي توگه جزئيات نه دي ورکړي شوي دي،خو دې خبرو ته نزدې سرچينو ويلي دي چې دواړو لورو په دې غونډه کې "د باور د فضا د رامنځ ته کولو، او ترورزم پر ضد د استخباراتي معلوماتو شريکولو او په خپل منځي همکارۍ خبرې وشوې".

د عکس سرچینه، AFP
په اسلام اباد کې يوې سرچينې چې نه يې ښودل نوم يې ښکاره شي ځايي خبريالانو ته ويلي دي چې دې دوه ساعته خبرو کې " پاکستان تېره مياشت په چارسدې کې د باچا خان پر پوهنتون د بريد په تړاو افغانستان ته ځيني ثبوتونه وړاندې کړي دي".
که څه هم په سم لاسي ډول ددې "ثبوتونو" په اړه څه نه دي ويل شوي، خو وړاندې پاکستان ادعا کړې وه چې د باچا خان پر پوهنتون بريد " په افغانستان کې مېشت دپاکستاني طالبانو لخوا تنظيم شوى و". خو هغه وخت افغانستان دا ادعا رد کړې وه.
د ملي امنيت د سرپرست مشر په توگه له ټاکل کېدو وروسته دا پاکستان ته دمسعود انداربي لومړنى سفر دى.
دى دوه مياشتي وړاندې وروسته له هغې د ملي امنيت د سرپرست په توگه ټاکل شوى و چې پخواني مشر رحمت الله نبيل د پاکستان په اړه د حکومت "تگلارې سره د مخالفت" له امله استعفى وکړه.
ددې نه وړاندې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو ترمنځ د همکارۍ يو ادعا شوي سند لاسليکولو باندې هم ناندرې راپورته شوې وې ، که څه هم افغان حکومت هغه مهال د داسې کومې موافقې شتون رد کړى و، خو کابل کې ځينو مطبوعاتو د هغې متن خپور کړى وو.




