سرتاج عزیز: د طالبانو ډلې د افغانستان سولې بهیر ته وهڅوئ

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې له افغان طالبانو سره د سولې بهیر پیلولو په تړاو د څلور اړخیزو خبرو درېیمه غونډه کې د پاکستان استازو وویل، د طالبانو ډېری اړوندې ډلې باید له افغان دولت سره د سولې احتمالي خبرو ته وهڅول شي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سرتاج عزیز وویل، د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو په موخه د طالبانو هڅول افغانستان کې له تاوتریخوالي کمېدو سره مرسته کوي.
نوموړي وویل: ''موږ باوري یو چې په دې پړاو کې زموږ ډله ییزې هڅې د باور جوړولو لپاره د طالبانو ځینې ډلې د سولې بهیر ته راجذبولی شي''.
دی زیاتوي: ''زما په اند، له طالبانو سره د افغان دولت سولې د بهیر لپاره د لارې یوه ښکاره تعریف شوې او عملي نقشه مهمه ده''.
دغه پاکستاني چارواکي دا هم وویل چې ''هیله لرم چې د اسلام آباد دا ناسته به د سولې د بهیر لپاره د لارې یوه داسې نقشه چمتو کړي، چې د افغان حکومت استازو، او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي''.
نوموړي افغانستان کې سوله د سیمې د ټیکاو او آرامۍ لپاره مهمه وبلله.
اسلام آباد کې آزاد خبریال طاهر خان بي بي سي ته وویل، په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی د افغان اوه کسیزه پلاوي مشري کوي.

د عکس سرچینه،
په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ ولسن، کابل کې د چین ځانګړي استازي ډینګ شي جین او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر اعزاز چوهدري ګډون کړی دی.
له دې غونډې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان استخباراتي مشرانو پاکستان کې سره <link type="page"><caption> لیدلي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/02/160204_afghan_pakistan_inteligence_meeting_iy" platform="highweb"/></link> وو.
تر اوسه معلومه نه ده چې د دې څلور اړخیزې ناستې پایله به څه وي، خو افغان دولت ویلي چې سولې ته هیله مند دی.

د عکس سرچینه، AFP








