وسله والو مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کړی

د عکس سرچینه، f
د افغانستان شمالي ولايت بلخ ځايي چارواکي وايي نامعلومو وسله والو کسانو، يکشنبې (۳ ډسمبر) ماښام مهال مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کړی دی.
ويل کېږي بريد کوونکي په درنو وسله او راکټونو سمبال دي.
د بلخ ولايت يوه امنیتي چارواکي عبدالرزاق قادري په دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال ته ويلي، چې درې يا څلورو وسله وال کسان د هند له کونسلګرۍ سره نژدې يوې وداني ته ننوتلي او له هغه ځای د کونسلګرۍ پر لوري بريدونه کوي.
ښاغلي قادري ويلي له دغې ودانۍ څخه يو توغول شوی راکټ د پېښې ځای سره نژدې د واده پر تالار لګېدلی چې يوه کس په کې ټپي شوی دی.
د بلخ د والي وياند منیر احمد د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د دغه بريد پخلی کړی دی.
د فرانسي خبري اژانس هم د يوه هندي ډېپلومات له خولې ليکلي، چې مزار شريف کې د هند پر کونسلګرۍ بريد شوی.
د بلخ امنيتي چارواکي وايي، پوليسو او پوځ د بريدکوونکو د پټېدو ودانۍ کلابنده کړې.
ځينې افغان رسنۍ بيا وايي دوه بريدګر وژل شوی، خو رسمي سرچينو تر اوسه دغه خبر نه دي تاييد کړی.
د فرانسي خبري اژانس له مخې د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي تراوسه لا نه ده روښانه، چې په دغه پېښه کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ځاني زيان اوښتی که څنګه.
تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د هند پر کونسلګرۍ بريد کابل ته د نوموړي هېواد د لومړي وزير نريندرا مودي له سفر يوه اوونۍ وروسته کېږي.
ښاغلي مودي د ولسي جرګې د نوې ودانۍ د پرانيستو غونډه کې چې د هند په مالي مرسته جوړه شوې کابل ته تللی و.
تېره څو کلونه هم کابل کې د هند پر سفارت او يو شمېر ولايتونو کې د دې هېواد پر کونسلګريو بريدونه شوي وو.








