"کندوز ښار روغتون بريد کې د وژل شويو شمېر ۴۲ تنو ته ختلی"

د عکس سرچینه، AP
د بي پولې ډاکترانو ټولنه وايي نوې موندنې ښيي چې دوې میاشتې وړاندې د کندوز ښار پر روغتون هوايي بريد کې لږ ترلږه ۴۲ کسان وژل شوي دي.
اېم اېس اېف په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه پېښه کې ۱۴ تنه د روغتون کارکوونکي، ۲۴ ناروغان او څلور تنه د ناروغانو خپلوانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
د اکتوبر پر درېيمه نېټه نيمه شپه امريکايي الوتکو د کندوز ښار پر روغتون برید کړی و، چې ګڼ شمېر مرګ ژوبله يې اړولې وه.
وړاندې په دغه پېښه کې د وژل شويو شمېر ۳۰ تنه ښودل شوی و، خو دغه ټولنه وايي له وروستيو پلټنو وروسته د وژل شويو تعداد ۴۲ تنو ته ختلی دی.
د امريکا حکومت د پېښې پړه منلې وه او ويلي يې وو، بريد يې د افغان امنيتي ځواکونو په غوښتنه له کندوزه د طالبانو د ايستلو لپاره ترسره کړی و.
د نوموړي هېواد ولسمشر بارک اوباما په ټليفون د بې پولې ډاکترانو ټولنې له مشر څخه د دغه بريد له امله بښنه هم غوښتې وه.
بل خوا د ملګرو ملتونو ځانګړې ټولنې يونما په خپل يوه راپور کې د بې پولې ډاکترانو روغتون بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۰ تنه ښودلی دی.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي د کندوز ښار پر روغتون بريد کېدای شي يو جنګي جرم وګڼل شي.








