تخار چارواکي: طالبانو په خواجه بهاء الدين کې ماته خوړلې

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان شمالي ولایت تخار چارواکي وايي د تېرو څو ورځو جګړو وروسته وسله والو طالبانو په دې سيمه کې "ماته" خوړلې ده.
د تخار د پوليسو قوماندان وايي د طالبانو پر وړاندې د تېرې شپې له عملياتو وروسته يې دغه سيمه له مخالفو وسله والو پاکه کړې او "اته کلي" يې ترې نيولي دي.
امنيتي ځواکونه وايي د درقد ولسوالۍ "القناق" سيمې ته د "پرمختګ په حال کې دي". دغه سيمه څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له حکومتي ځواکونه نيولې وه.
د تخار پوليسو زياته کړه د جګړو له امله د طالبانو د ولسوال ملا کمال په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي دي.
خو، د تخار د والي وياند سنت الله تيمور بي بي سي ته ويلي په د عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او ملا کمال ټپي شوی دی.
ښاغلي تيمور زياته کړه، په دې عملياتو کې څلور پوليس هم ټپيان شوي دي.
د تخار د والي وياند په خبره خواجه بهاء الدين سيمه کې افغان امنیتي ځواکونه پوځي توکي نه لري، د ده په وينا څو ځله يې له مرکزي دولته د مرستې غوښتنه کړې خو پاملرنه ورته نه ده شوې.
ځايي چارواکو ويلي چې د خواجه بهاء الدين له کليو د طالبانو له ماتې او په شاتګ وروسته دولتي ځواکونه د القناق د نيولو لپاره تياری نيسي.
طالبانو تراوسه د دولتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.
ويل کېږي دغه سيمه وسله والو طالبانو ته لوی او ستراتيژيک اهيميت لري








