"طالبان مو له سيمې وتلو ته نه پرېږدي"

د افغانستان شمالي ولايت تخار، درقد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي طالبان ورته اجازه نه ورکوي چې له دې ولسوالۍ او خپلو کورونو بهر ولاړ شي.
درقد ولسوالۍ پنځه ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وه.
د دغو کسانو په وينا طالبانو اوس د کورونو لټول هم پيل کړي او د دې ويره ده چې دولتي کارکوونکي، امنيتي ځواکونه يا هغه کسان چې له امنيتي ځواکونو سره تړلي دي، ونيسي او محاکمه کړي.
د سيمه ييزو خلکو په وينا وسله والو طالبانو د دغو کسانو کورونه معلوم کړي او يو سرتېری چې څو ورځې وړاندې طالبانو نيولی و، وژلی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي خلک د خوړو او روغتيايي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
د دې ولايت ځايي چارواکو منلې چې له دوو ورځو راهيسې طالبانو د خلکو پر ګرځېدو بنديز لګولی دی.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموربي بي سي ته ويلي په دغه سيمه کې د ولسي وګړو شتون د درقد ولسوالۍ د بيرته نيولو عمليات له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ده په وينا د عملياتو لپاره تياری نيول شوی، خو په سيمه کې د ملکي وګړو له امله عمليات نشي ترسره کولی او طالبان له خلکو د سپر په توګه ګټه اخلي.
ښاغلي تيمور وويل تراوسه ۱۵۰۰ کورنۍ له يادې ولسوالۍ کډه شوې او هغه کسان چې له خپلې کورنۍ سره له دې ولسوالۍ وځي طالبان ورته د وتلو اجازه نه ورکوي.
څو ورځې وړاندې د تخار سيمه ييزو چارواکو منلې وه، چې د تاجکستان پولې سره نژدې طالبانو د درقد ولسوالۍ واک ترلاسه کړی او دولتي ځواکونه يې په شاتګ ته اړ ايستلي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره به ډېر ژر عمليات پيل کړي.








