تخار کې د 'جندالله' ډلې شپږ غړي نیول شوي

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د جندالله په نامه ډلې شپږ غړي یې نیولي دي.

د تخار امنیه قومندان جنرال نور محمد حکیمي په یوې خبري غونډې کې وویل، دغو کسانو د تېرې یکشنبې په ورځ غوښتل ددغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې ځای پرځای شي، خو ونیول شول.

د ښاغلي حکیمي په وینا، په لومړنیو ارزونو کې دوی منلې ده، چې د جند الله ډلې غړي دي او د ترهګرو بریدونو لپاره دغه ولایت ته راغلي وو:

''په چاردرې ولسوالۍ کې د جندالله ډلې غړي د امنیتي ځواکونو له خوا کشف شول، دوی غوښتل په اشکمش ولسوالۍ کې بریدونه وکړي. موږ ددوی شپږ غړي ونیول. دوی منلې ده، چې د جندالله غړي دي. دوی غوښتل چې د صلاح الدین په نامه د دوی د اشکمش ولسوال په امر مسلح شي او له امنیتي ځواکونو سره وجنګېږي.''

د تېر اګست میاشتې په وروستیو کې، هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، د منځنۍ آسیا لپاره د جندالله ډلې مشر د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې <link type="page"><caption> وژل شوی</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/08/150825_hh-jundullah_leader_killed_in_kunduz" platform="highweb"/></link> دی.

دغې ادارې ویلي وو، قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په کندوز ولایت کې وژل شوی دی.