کندهار کې د طالبانو ډله ییز برید کې شپږ کسان وژل شوي

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او د پوځ پر یوه مرکز د طالبانو ډله ییز برید کې لږترلږه پنځه برید کوونکي او یو افغان سرتېری وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي، برید د پنجشنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا اوه بجې پیل شو، چې څه کم اته بجې پای ته ورسېد.
ښاغلی خپلواک وایي، لومړی یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ارغنداب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ دروازه کې چوولی او وروسته څلور نور برید کوونکي د ننه شوي او هلته یې جګړه پیل کړې ده.
د والي د ویاند په خبره، تر نیم ساعت جګړې او نښتې وروسته څلور واړه برید کوونکي د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي.
په دغه ډله ییز برید کې یو افغان پوځي هم وژل شوی دی.
برید کوونکي د ملي اردو په یونیفورم کې ورغلي دي.
د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند ادعا کړې چې برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
د سیمې خلکو ویلي، لومړی چاودنه شوې او بیا ډزې پیل شوې چې تر نیم ساعت پورې یې دوام وکړ.
ارغنداب د کندهار تر ټولو خوندي ولسوالي وه، دا په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل دی چې دا پېښه کېږي.








