'امریکا کندهار کې د القاعدې ستر روزنیز کمپونه ویجاړ کړي'

د عکس سرچینه،

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ادعا کوي چې ځانګړو امریکایي ځواکونو د تېرې میاشتې په اوږدو کې د کندهار په شورابک سیمه کې د القاعدې یو شمېر روزنیز کمپونه له منځه وړي دي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال جان کمبل له خولې لیکي چې دا عملیات د اکتور پر ۱۱ یولسمه نېټه پيل شوي وو او څو ورځې یې دوام وکړ.

دی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې کابو ۲۰۰ ځانګړو امریکایي ځواکونو ګډون درلود.

ورځپاڼه لیکي چې یو لوی کمپ هغې ډلې پورې تړلې و چې په هند کې د القاعدې په نوم یادېږي، او ایمن الزواهري یې تېره کال د رامنځته کېدو اعلان کړی و.

جنرال جان کمبل یوه بله لویه ادعا هم کوي.

دی وایي چې تر ټولو لوی کمپ په دېرش میله ساحه کې پروت و.

دی وایي چې افغان ځواکونه په خمکنۍ جګړه کې ښکېل وو، او امریکایي الوتکو د عملیاتو پر وخت ۶۳ ځله بمبار وکړ.

جنرال کمبل وایي چې په دې عملیاتو کې د القاعدې کابو ۱۶۰ وسله وال ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې د جنرال کمبل دا خبرې یوه لویه پوښتنه را پورته کوي.

جنرال کمبل

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، جنرال کمبل وایي چې په دې عملیاتو کې د القاعدې کابو ۱۶۰ وسله وال ووژل شول.

هغه دا چې امریکایي چارواکو په تېرو کلونو کې تل ادعا کوله چې په افغانستان کې د القاعدې ډېرې کوچنۍ ټوټې پاتې دي، خو دا چې اوس په کندهار کې دومره لوی کمپ موندلی نو ښایي چې پخوا دوی سپینه خبره نه کوله.

نیو انډین اکسپرس

د نیو انډین اکسپرس ورځپاڼه وایي چې د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلو اوس پخپله د ځان مرستې ته مټې رابډوهلې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې تېرې شوي، خو لا هم ټولو زیانمنو سیمو ته حکومتي مرستې نه دي ور رسېدلي.

ورځپاڼه د شینحوا خبري اژانس له قوله لیکي چې په کونړ ولایت کې زلزلې په پنځلسو ولسوالیو کې خلکو ته زیان ور اړولی.

په ډېرو دې سیمو کې سړکونه او لارې بندې شوې دي او ځایي خلک په خپل کلیو او بانډو کې بند پاتې دي.

ورځپاڼه وایي چې حکومت نه دی توانېدلی چې دا ټولې بندې شوې لارې دې بېرته پرانیزي.

یو لامل یې دا دی چې دا سیمه غرنۍ ده او ډېرو ځایونو ته رسېدل هسې هم ګران کار دی.

دویم لامل یې امنیتي دی، ځکه په ځینو سیمو کې وسله وال مخالفین فعال دي.

خو ورځپاڼه وایي چې اوس ځایي خلک پخپله را وتلي او د بېلچو او کولنګونو په مرسته دا لارې پرانیزي، او په بدل کې یې حکومت ژمنه کړې ده چې خلکو ته به د دې کار لپاره نغدې روپۍ ورکوي.

ورځپاڼه د شینحوا خبري اژانس له قوله لیکي چې په کونړ ولایت کې زلزلې په پنځلسو ولسوالیو کې خلکو ته زیان ور اړولی.

د عکس سرچینه، prem baniya

د عکس تشریح، ورځپاڼه د شینحوا خبري اژانس له قوله لیکي چې په کونړ ولایت کې زلزلې په پنځلسو ولسوالیو کې خلکو ته زیان ور اړولی.

ورځپاڼه لیکي چې په ځینو سیمو کې وضعیت دومره بد دی چې خلک آړ شوي چې کنډوالې بېرته را وکیندي او هڅه کوي تر خاورو لاندې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړلو یو څه راپیدا کړي.

ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼه د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکي چې پاکستان د هند د دفاعي بودیجې د لوړېدو له کبله اندېښمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله تېره ورځ وویل، په دې وروستیو کې هند خپله دفاعي وړتیا ډېره کړې، او دا چاره کولای شي چې په سویلي آسیا کې، د پاکستان په وینا، ستراتېژیک انډول خراب کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د هند اوسنۍ دفاعي بودیجه د کال څلوېښت اعشاریه څلور ملیارده ډالره ده، او هند په نړۍ کې د وسلو یو تر ټولو لوی پېرېدونکی دی.

پاکستان طبعاً چې د خپل کمزوري اقتصاد له کبله نشي کولای له هندې سره په دې برخه کې سیالي وکړي.

همدا لامل دی چې پاکستان اوس تر ډېره پر خپلو هستوي وسلو تکیه کوي، او اړ دی چې په دې برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله لیکي چې پاکستان به ډېر ژر د هغې نل لیکې د جوړولو پروژه پيلوي چې له لاهور ښاره تر کراچۍ غځېږي.

ویاند هیله څرګنده کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتېن به د دې پروژې د پرانیستلو په غونډه کې د ګډون لپاره په راتلونکيې دسمبر میاشت کې پاکستان ته راشي.

او دا هیله مندي ځکه شته چې نوموړي پروژه د روسیې لخوا پر مخ بېول کېږي.