کندهار کې د یوناما کارکوونکې وژل شوې

د سیمی خلک وایي وسلوال پر موټر سایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمي څخه تښتېدلي دي.

د عکس سرچینه، bb

د عکس تشریح، د سیمی خلک وایي وسلوال پر موټر سایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمي څخه تښتېدلي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په شاه بازار سیمه کې ناپېژاندو وسلوالو د یوناما یوه کارکونکې تورپېکۍ الفت په ډزو سره وژلې ده.

دغه پېښه نن (دوشنبه اکتوبر ۱۲) سهار هغه مهال رامنځته شوې، چې تورپېکۍ له خپل کور څخه د دفتر پر لور روانه وه.

د کندهار د ولایتي ادارې ویاند صمیم خپلواک د دغې پېښې پخلی کړی او زیاتوي، چې امنیتي ارګانونو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د سیمی خلک وایي وسلوال پر موټر سایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمي څخه تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې یوناما هم رسنیو ته په یوې استولې خبر پاڼه کې د تورپېکۍ وژنه تائید کړې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نېکولاس هیسم په دې اړه ویلي

"په ډېرې خواشینۍ د دې خبر تائید کوم چې په کندهار کې د یونما کارکوونکې تورپېکۍ وژل شوې"

نوموړي زیاته کړې چې اغلې الفت په افغانستان کې د بشري حقونو یوه داسې فعاله وه چې ډېر درناوی یې کېده.

تورپېکۍ الفت له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کندهار کې د یونما په سیمه ییز دفتر کې د بشري حقونو څانګې د مشرې په توګه دنده سر ته رسوله.

اغلې الفت پر څلورو ژبو (پښتو، دري، انګریزي او عربي) برلاسې وه او څه موده یې د کندهار ملي ټلویزیون د راډیو په برخه کي د خبریالې په توګه هم دنده ترسره کړې.

تر دې دمه د دغه برید په اړه وسلوالو ډلو څه نه دي ویلي.

دا په کندهار کې د روان کال له پیل څخه د خپل ډول لومړۍ پېښه ده.