''ګرانه ده ومنل شي د کندوز پر روغتون بريد تېروتنه وه''

د عکس سرچینه، AFP
د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي د دې منل چې ګواکې تېره مياشت د امريکا جنګي الوتکو په کندوز کې د دغه سازمان روغتون په تېروتنه په نښه کړی، ګران دي.
په افغانستان کې د دغه سازمان يو مشر د خپلو ابتدايي موندنو په اړه وويل: ''کله چې د روغتون له دننه ګورو دا بريد قصدي او د خلکو د وژلو په نيت شوی دی، خو نه پوهېږو ولې؟''
د دغه سازمان په راپور کې ويل شوي امريکايي الوتکو د روغتون په هغو کارکوونکو او ناروغانو چې له لومړي بريد وروسته تښتېدل، ډزې کړې دي.
بې پولې ډاکټران وايي بريد کې د روغتون د ۱۳ کارکوونکو او ۱۰ ناروغانو په ګډون ټول ۳۰ کسان ووژل شول.
تر دې وړاندې افغان چارواکو ويلي وو چې د روغتون په محوطه کې وسلوالو طالبانو ځای نيولی وو او له هغه ځايه يې پر افغان او بهرنيو ځواکونو ډزې کولې.
سازمان دغه ادعا يو ځلې بيا رد کړه ويې ويل د دوی هېڅ کارکوونکي له هوايي بريد وړاندې د ودانۍ له محوطې د وسلوالو د ډزو په اړه راپور نه دی ورکړی.
بې پولې ډاکټران مني چې د بريد پر مهال په روغتون کې د ۱۵۰ بستري کسانو له ډلې ۲۰ د وسلوالو طالبانو ټپيان وو، چې د کندوز په جګړه کې ټپي شوي وو.
سازمان وايي دغو ټپي شويو کسانو له ځان سره وسلې نه لرلې او بې پولې ډاکټران د ډلو په پام کې نيولو پرته د دوی درملنه کوي.
بې پولې ډاکټرانو مخکې هم ويلي و، چې پر روغتون د بريد په شپه د جګړې د دواړو غاړو ټپيان، يو د بل په خوا کې په بسترونو پراته وو.
د افغانستان او امريکا حکومتونو او دغه راز ناټو سازمان په دې اړه جلا پلټنې پيل کړي او تر اوسه يې پايلې نه دي روښانه شوي.








