بې پولې ډاکټران: د کندوز برید کې لاهم ۳۳ کسان تري تم دي

د عکس سرچینه، AFP
بې پولې ډاکټران وايي په کندوز کې د دغه سازمان پر يوه روغتون د امريکا له هوايي بريد پنځه ورځې تېرېږي، خو لا هم ۳۳ کسان لادرکه دي.
په بريد کې د بې پولې ډاکټرانو ۱۲ کارکوونکي او د ۱۰ ناروغانو وژل کېدل تاييد شوي دي.
سازمان د هغو نهو ناروغانو او ۲۴ کارکوونکو په لټه کې دی چې تري تم دي.
د فرانسې خبري آژانس د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان یوه چارواکي ګیلهم مولیني له قوله ویلي ''امکان لري چې مړي لاهم د روغتون تر کنډوالې لاندې وي، خو د ناامنۍ له کبله ممکنه نه ده چې دا دې تایید شي.''
د اوباما بښنه
تېره ورځ (پنجشنبې) د بې پولو ډاکټرانو ټولنې ویلي وو، په کندوز کې د دوی پر روغتون د هوايي برید له امله یې د بارک اوباما بښنه غوښتل منلي، خو په کندوز کې یې پر روغتون د هوايي برید په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کوي.
له دې سره چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما شخصاً په دې اړه بښنه غوښتې ده، د بې پولې ډاکترانو نړیوالې خیریه ادارې بیا په افغانستان کې د خپل روغتون د بمبارۍ په اړه د ناپیلې څېړنې غوښتنه کړې.
د بې پولې ډاکترانو اداره وایي، په کندوز کې د دوی د روغتون د بمبارۍ پلټنه باید د جینیوا د کنوانسیون لاندې د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون ترسره کړي.

د عکس سرچینه، AP
په همدې مهال د بې پولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې جوان لیو په جینوا کې یوې <link type="page"><caption> خبرې ناستې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/10/151008_ns_kunduz_obama_apologise" platform="highweb"/></link> ته وینا کې ټینګار کړی، چې د دغې پېښې پلټنه دې د یوې بې پرې ادارې له لوري تر سره شي.
هغې وړاندیز وکړ، چې ۱۹۹۱ کال کې د جینیوا کنوانسیون په ترڅ کې رامنځته شوی په بشري چارو کې د حقیقت موندنې نړیوال کمېسیون دې دغه چاره تر سره کړي.

د عکس سرچینه، EPA








