افغان ځواکونو د نشه يي توکو ۳۳ کاروباريان نیولي

د عکس سرچینه، AFP
له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي په تېره يوه مياشت کې افغان امنیتي ځواکونو د نشه يي توکو ۳۳ کاروباریان نیولي دي.
دغه مرکز وايي دا ۳۳ قاچاق وړونکي يې يوازې په تلې/ ميزان مياشت کې نيولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي.
په هغې اعلامیې کې چې ددغې ادارې له خوا خپره شوې ویل شوي له نیول شویو کسانو يې شاوخوا يو ټن نشه يي توکي نيولي دي.
دغه کسان د کابل، کندهار، پروان، نیمروز، ننګرهار، لغمان، هرات او بدخشان له ولایتونو نیول شوي دي.
په اعلاميې کې دا هم ویل شوي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۱۱ تنه نیول شوي چې د مخدره موادو د قاچاق په ۳۱۹ پېښو کې ښکېل وو.
په نیول شویو کې ۱۲ مېرمنې، د عامه خدتونو ۲۰ تنه کارکوونکي او دوه بهرني وګړي هم شامل دي.
دوی دا شمېرې داسې مهال خپروي چې ملګرو ملتو په خپل وروستي راپور کې وویل چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کر او کښت دواړه کم شوي دي.
ملګري ملتونه وايي سره له دې هم افغانستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر نشه يي توکي توليدوي.








