تېر کال د نشه يي توکو ۷۵۰ کاروباریان نیول شوي

افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۵ ښځې او دوه بهرنیان، چې یو یې پاکستانی او بر ترکی دی، نیول شوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۵ ښځې او دوه بهرنیان، چې یو یې پاکستانی او بر ترکی دی، نیول شوي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وايي په تېر يوه کال کې يې د نشه يي توکو له ۷۵۰ زيات کاروباريان نيولي دي.

عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې لیکي، له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي يوازې په ۲۰۱۴ کال يې له ۷۶۸ زيات هغه قاچاقبران نيولي چې له دوو کيلو د زياتو هيروينو او لس کيلو ترياکو کاروبار يې کاوه.

د دغه مرکز مسوولين وايي په دې لړ کې يې ۱۵ ښځې او دوه بهرنيان هم نيولي چې بهرنيان د ترکيې او پاکستان وګړي دي.

د دغه مرکز وياند احمد خالد موحد وايي په نيول شويو کې دولتی مامورين هم شامل دي، خو ده په دې اړه چې دغه کسان د کومې کچې دي له څه ويلو ډډه وکړه.

ښاغلی موحد وايي د ۲۰۱۳ کال په پرتله يې په ۲۰۱۴ کال کې د نشه يي توکو ډېر کاروباريان نيولي او دا د افغان امنيتي ارګانونو لويه لاسته راوړنه بولي.

ښاغلی موحدي وايي د نشه يي توکو ډېری دغه کاروباريان د هلمند، کندهار، زابل، فراه، کابل او کندوز ولايتونو دي.

په وروستيو کې افغان حکومت له نشه يي توکو سره د لا سختې مبارزې لپاره آن د هغو کسانو د نيولو پرېکړه هم وکړه، چې له پنځو ګرامو لږ نشه يي توکي ورسره وي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، په وروستيو کې افغان حکومت له نشه يي توکو سره د لا سختې مبارزې لپاره آن د هغو کسانو د نيولو پرېکړه هم وکړه، چې له پنځو ګرامو لږ نشه يي توکي ورسره وي.

په وروستيو کې افغان حکومت له نشه يي توکو سره د لا سختې مبارزې لپاره آن د هغو کسانو د نيولو پرېکړه هم وکړه، چې له پنځو ګرامو لږ نشه يي توکي ورسره وي.

تر دې وړاندې هغه کسان له عدلي تعقيب نه خلاص و، چې له پنځو ګرامو لږ نشه يي توکي ورسره وو.

که څه هم له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي اداره د سلګونو قاچاق کوونکو د محاکمه کیدو خبره کوي، خو بیا هم له نشه توکو سره مبارزه بري ته نه ده نژدې شوې.