"د کوکنارو د زیاتوالي لامل د همغږۍ نشتوالی دی"

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي د ملي دفاع وزارت ورسره د کوکنارو د اړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي د ملي دفاع وزارت ورسره د کوکنارو د اړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان چارواکي، تېر کال د کوکنارو کروندو د زیاتوالي لامل د اړوندو ادارو تر منځ نه همغږي او په ځینو سیمو کې د حکومتي کنټرول نشتوالی بولي.

دوی وايي اوس په لومړي ځل، د افغانستان ملي دفاع وزارت ژمنه کړې، چې د کوکنارو کروندو اړولو په برخه کې به ورسره مرسته کوي.

له کابله نور محمد سعید په خپل رپوټ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې افغان چارواکو له خولې وايي پروسږ کال د افغانستان ملي دفاع وزارت له دوی سره د مسوولیتونو پر بنسټ د کوکنارو کروندو له منځه وړلو په مبارزه کې برخه نه درلوده، چې وايي له همدې کبله یې تلفات هم ډېر وو او د کوکنارو کروندو کچه هم پراخه شوې وه.

خو اوس کابل کې د کوکنارو کروندو اړولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو کنفرانس په وروستۍ ورځ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال هارون رشید شيرزاد بي بي سي وویل، دا ځل ورسره د ملي دفاع وزارت په دې برخه کې د همکارۍ کلکه ژمنه کړې.

د ښاغلي شیرزاد په وینا په تېر کې د نشه يي توکو ضد مبارزې د ټکنیتوب یو لامل دغه مبارزې ته لومړتیوب نه ورکول و.

نوموړی وايي د وزارتونو په تګلارو او پروګرامونو کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې اهداف شاملول به دغه مبارزه چټکه او ګټوره کړي.

د ارزګان ولایت چوري ولسوال نجیب الله حیات بیا وايي، د لرې پرتو او د حکومت له کنتروله بهر سیمو ځیني اوسېدونکي کوکنار کري، چې وايي دوی یې د مخنیوي لپاره حکومت ته وړاندیزونه لري.

له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ملګرو ملتونو ادارې این او ډي سي چارواکو د تېرکال په وروستیو کې ویلي وو چې افغانستان کې د کوکنارو د کروندو کچه ۲۰۰ زره هیکټاره ساحې ته رسېدلې، چې په وینا یې ریکارډ کچه ده.

ملګرو ملتونو د تېر کال په رپوټ کې ویلي و، په افغانستان کې د کوکنارو د تولید سم نیمايي برخه یوازې په یوه ولایت هلمند کې کرل شوي وو.

خو سربېره پر دې د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د کوکناور کروندې پراخې شوې او ان د فاریاب او بلخ ولایتونو په څېر ځیني سیمې، چې له کوکنارو پاکې اعلان شوې وې، یو ځل بیا په هغو سیمو کې شاملې شوې، چې کوکنار په کې کرل کېږي.