نړيوال بانک د شمال او جنوب نښلوونکې لارې رغوي

د عکس سرچینه، DABS.AF
نړيوال بانک د هغو دوو لويو لارو د بيارغونې لپاره ۲۵۰ ميليون ډالر بېل کړي، چې د افغانستان شمال د هندوکش غرونو له لارې له سويل سره نښلوي.
د نړيوال بانک د خبرپاڼې پر بنسټ د هندوکش نښلوونکې لارې ښايي داسې جوړې شي چې د کال په څلورو موسمونو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ګټې اخيستو وړ وي.
اوسمهال شمال ته د هندوکش غرونو نه دوه لارې تېرېږي چې يوه يې د سالنګ او بله يې هم د بغلان- باميان ده چې سړک يې خام دی.
نړيوال بانک وايي کله چې د سالنګ لار د خرابې هوا او يا هم واورې ښووېدو له امله بنده وي نو بايد يوه بديله لار وي.
دوی وايي د سالنګ لارې بديل لاره د باميان-بغلان لار ده او دوی هڅه کوي دغه لار ورغوي.
پر سالنګ واټ د ژمي په موسم کې د موټرو تګ راتګ سختېږي او ځينې وختونه د واورې ښووېدو له امله واړه موټر نه پرېښودل کېږي چې پر دغې لارې تېر شي.

د عکس سرچینه، DABS.AF
په افغانستان کې د نړیوال بانک د پروګرامونو مسوول باب سام وايي: ''سخت ژمی د سالنګ لار بندوي او موږ اړتيا لرو نښلوونکې لارې ولرو. هڅه کوو د باميان- بغلان لار د کال په اوږدو کې د خلکو پر مخ پرانستې وي.''
ټاکل شوې دغه پروژه په اوو کلونو کې بشپړه او چارې به يې د افغانستان د فوايد عامې وزارت څاري.
د سالنګ تونل د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی دی چې د اوبو له سطحې کابو ۳۴۰۰ متره لوړ د هندوکش په لوړو کې موقعيت لري.
څو کاله وړاندې دغلته واورو ښووېدو نژدې ۳۰۰ کسان ووژل او لسګونه موټر يې لاندې کړل.
د سالنګ لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.








