' د کابل او غزني تر منځ لویه لاره بېرته پرانیستله شوه '

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، د ترافیکو پر مخ د کابل – بامیانو او کابل ـ غزني لویو لارو د پرانیستو پر مهال د حکومت ۲۶ مخالفین وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو د والي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي په دې ترڅ کې دوه تنه مساپر هم وژل شوي او نهه تنه نور یې ټپیان دي.
اعلامیه زیاتوي، چې د عملیاتو ترڅ کې د یوه سرتیري د وژل کېدو تر څنګ درې تنه ټپیان شوي هم دي.
په اعلامیې کې راغلي اوس مهال د کابل ـ غزني او کابل ـ بامیانو لویې لارې په میدان وردګو ولایت کې د ترافیکو پرمخ پرانیستې ساتل شوې او وايي هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته.
په داسې حال کې چې د کابل – کندهار لویه لار د سلګونو موټرو پرمخ تړل شوې وه، د تېرې چارشنبې په ورځ ناوخته بېرته پرانیستل شوه، خو وروسته د میدان وردګو ولایت په سیمه کې د نښتو له کبله بېرته وتړله شوه.
وسله والو طالبانو هغه مهال ویلي و، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د کابل – کندهار لویه تړل شوې لار یې بېرته د سلګونو موټرو پر مخ پرانیستې ده.

دغه لار په غزني ولایت کې د نښتو او جګړو له کبله تړل شوې وه.
په غزني کې هغه مهال د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.
د افغان حکومت د مخالفینو په لاس د کابل کندهار لویې لارې د تړل کېدو له امله زرګونه مساپر د دغې لویې لارې په اوږدو کې بند پاتې وو او ګڼې ستونزې یې رامنځ ته کړې وې.
تېره ورځ ( اکتوبر ۱۷ ) د میدان وردګو سیداباد سیمه کې د څو ساعتونو لپاره د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ یې د جګړې له کبله دغه لاره بیا ځلې وتړله شوه، چې وروسته بیا د ترافیکو پر مخ پرانیستله شوه.
نن ( اکتوبر ۱۸ ) غزني کې د بي بي سي خبریال وايي له پرون غرمې راهیسې د کابل – کندهار پر لویه لار تګ راتګ په عادي حالت کې دی.








