د کابل ـ کندهار لویه لار د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې ده

د عکس سرچینه، BBC World Service
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له طالبانو سره د افغان ځواکونو د نښتې له کبله د کابل – کندهار لویه لاره د دویمې ورځې لپاره هم د طالبانو له خوا تړلې پاتې ده.
د غزني مرستیال والي محمد علي محمدي بي بي سي ته وویل، د غزني ښار او اندړو ولسوالۍ اړوندو ''شهباز'' او ''ناني'' سیمو کې لاهم جګړه روانه ده.
سرچینه ادعا کوي، طالبانو په دغو سیمو کې د ماینونو اېښودو سربېره، د لارې په اوږدو کې کچني پلچکونه هم الوځولي دي.
ښاغلی محمدي زیاتوي، دولت د لارې د خلاصون لپاره له احتیاطه کار اخلي.
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.
د ښاغلي احمدي په وینا، د تېرې ورځې په نښتو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
تېره شپه هم بې پيلوټه الوتکو په شهاز سیمه کې بریدونه وکړل، چې د ځینو رپوټونو په حواله، د طالبانو ۲۰ اړوند کسان پکې ووژل شول.
احمدي وايي، په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو تلفات ۶۷ کسانو ته رسېږي، خو د ټپیانو شمېر یې ۴۱ کسان دی.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ وسله والو طالبانو وویل، د ''عزم'' په نامه عملیاتو کې یې مازدیګر د غزني ښار د ننه په ۵ مه حوزه برید کړی چې په وینا یې ۱ ټانک پکې ویجاړ ۷ پولیس وژل شوي، خو دا خبره تر اوسه چا نه ده تیید کړې.
د دوشنبې په ګهیځ (تله ۲۰مه) طالبانو د غزني پر ښار له دوو خواوو بریدونه وکړل.
د پولیسو مشر

د عکس سرچینه، ARG
تېره ورځ، ولسمشر محمد اشرف غني امین الله امرخېل د غزني د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکه.
د غزني مخکینی امنیه قومندان محمد حکیم انګار ایله درې میاشتې وړاندې د دغه ولایت امنیه قومندان ټاکل شوی و.
ښاغلي غني د څلورو نورو ولایتونو (نورستان، سرپل، لغمان او بادغیس) لپاره هم نوي امنیه قومندانان ګومارلي دي.








