د غزني پر محبس د طالبانو په برید کې ۳۵۵ طالب بندیان تښتېدلي
- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزني
د غزني له ولایت څخه رپوټونه وايي چې طالبانو د غزني پر محبس برید کړی او ۳۵۵ بندیان یې له زندانه اېستلي دي.
د طالبانو ویندوی منلې ده چې برید د زنداني طالبانو د خلاصون لپاره شوی دی.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، تېره شپه نژدې دوه بجې طالبانو لومړی د یوه موټر بم او راکټونو په مټ د محبس دروازه الوځولې او وروسته یې خپل ملګري له زندانه خوشي کړي دي.
نوموړی وايي، په تښتېدلو بندیانو کې ۱۴۷ یې په طالبانو پورې اړه لري، نور هغه د جنايي، نشه يي توکو او ترافیکي پېښو په تور نیول شوي کسان دي.
په تښتېدلو بندیانو کې یوه ښځه هم ده.
له برید سره هم مهاله، طالبانو د غزني پر امنیتي کمربند پر لسو پوستو برید کړی او افغان امنیتي ځواکونه یې بوخت ساتل.
د ښاغلي احمدي په وینا یو شمېر طالبانو د افغان ځواکونو درېشۍ اغوستې وې او له چاودنې وروسته زندان ته ننوتلي دي.
ښاغلی احمدي وايي د افغان امنیتي ځواکونو اووه کسان په نښته کې وژل شوي او اته کسان ټپیان دي.
احمدي وايي، دوه بندیان د تېښتې پرمهال بېرته نیول شوي.
نوموړی دا هم وايي، چې په دغو بندیانو کې تر ډېره د جنايي پېښو بندیان هم دي، چې د غلاوو او قتلونو په تور نیول شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې پېښې د څېړلو لپاره یې غزني ته یو پلاوی استولی، چې په جدي ډول پېښه وڅېړي.
د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع وویل، ډېر امکان شته چې دغه کسان د کومې معاملې په پایله کې خوشي شوي وي، چې د نوموړي په وینا، ښکاري، چې د محبس چارواکو دې ناغېړي کړې وي.

د غزني د ولایتي شورا مشر وايي، د کورنیو چارو وزارت باید د غزني خلکو ته ځواب ووايي، چې ولې په دومره ډېر شمېر کې بندیان په یوځلي ډول خوشي کېږي.
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، ۸۰ بندیان په تېښته نه دي توانېدلي.
په دغه زندان کې تر څلورو سوو ډېر بندیان ساتل کېدل.
د غزني محبس د ښار په سوېل کې شااوخوا څلور کیلومتره لیرې پروت دی، چې ډېر جدي امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په موټربم برید کې د دوی درې کسان وژل شوي.
مجاهد زیاتوي، په تښتېدلو طالب بندیانو کې ځینې قومندانان او په جګړو کې نیول شوي طالبان دي.
د غزني د ملکي روغتون ریس ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته وویل، نن ګهیځ دوی ته څلور مړي او ۱۴ ټپیان وروړل شوي دي.
په ۲۰۱۱ کال هم د کندهار زندان ته د څو سوه متره کیندل شوي تونل له لارې د ځینو طالب بندیانو په ګډون نژدې ۵۰۰ ب<link type="page"><caption> ندیان وتښتېدل</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2011/04/110425_hh-kandahar-prison" platform="highweb"/></link>.

د ۲۰۰۸ د جون پر ۱۳مه هم له کندهار زندانه سلګونه بندیان تښتېدلي وو.








