افغانستان کې د دوو الوتکو لوېدو اوه کسان وژلي

 پوما ایم کې ۲ ډوله چورلکه

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، پوما ایم کې ۲ ډوله چورلکه

د افغانستان مرکزي بامیانو ولایت کې د افغان ملي اردو یوه الوتکه لوېدلې، چې دوه کسان پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د بامیانو د والي مرستیال آصف مبلغ وايي، چورلکه د بامیانو 'فولادي' په نامه سیمه کې لوېدلې ده.

دغه ترانسپورتي الوتکه له بامیانو د کابل په لور الوتنه کړې وه.

ښاغلی مبلغ وايي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې او زیاتوي وسله والو مخالفینو په دغې پېښې کې لاس نه درلود.

د افغانستان په مرکزي سیمې کې بامیان ولایت له نسبتأ امن سیمو بلل کیږي چې د مخالفو وسله والو خوځښتونه پکې پراخ نه دي.

بل خوا، د برتانیا یوه پوځي چورلکه په کابل کې راغورځېدلې، چې پکې ناست پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور پکې ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه چورلکه په کابل کې د ناټو په روزنیز مرکز کې د ناستې پر مهال له ستونزې سره مخامخ شوې ده.

په لندن کې د برتانیا د دفاع وزارت ویلي، په وژل شویو کې دوه تنه برتانویان دي. د نورو دریو تنو هویت تر اوسه مالوم نه دی. د ناټو یوه ویاند ویلي، چې دغه پېښه یو تصادف و.

یوه عیني شاهد ویلي، داسې ښکاري چې د چورلکې د څرخ پره د یوه څارونکي بالون له رسۍ سره لګېدلې ده.

دغه پوما ایم کې ۲ ډوله چورلکه کابل کې د ناټو "غوڅ ماموریت" په مرکز کې لوېدلې ده.

په الوتکه کې ټول ټال ۱۰ کسان سپاره وو.

ویل کېږي چورلکه د "اورپکو" د فعالیت له کبله نه ده لوېدلې.

د تېرې شنبې په ورځ کابل کې د بریتانوي پوځيانو پر یوه کاروان ځانمرګی <link type="page"><caption> برید</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/10/151011_ns_kabul_blast" platform="highweb"/></link> وشو، چې د دفاع وزارت په وینا، اوه کسان پکې ټبیان شول، چې بریتانویان پکې نه وو.

دفاع وزارت وايي، چاودنه د سړک غاړې ماین چاودلو له کبله شوې وه، خو افغان چارواکو وویل دا یو ځانمرګی برید و.

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه واخیسته، او ویې ویل چې دا برید یې کندوز کې د ناټو له لوري پر ولسي وګړو او ډاکټرانو د برید په غچ اخیستو کې کړی دی.

بریتانوي چارواکو د چورلکې د لوېدو په اړه پلټنه پیل کړې ده.

 برید کې د بهرنیو ځواکونو یوه ګاډي ته زیان اوښتی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، برید کې د بهرنیو ځواکونو یوه ګاډي ته زیان اوښتی دی

د بي بي سي د پوځي چارو خبریال جنتن بېل وايي، دغې پوځي چورلکې د ناټو پوځي چارواکي لېږدول.

افغانستان کې د بریتانیا پوځي ماموریت یو کال وړاندې پایل ته وسېد، چې لږترلږه ۴۵۴ بریتانوي پوځيان پکې وژل شوي وو.

د ناټو "غوڅ ماموریت" په چوکاټ کې، چې ددغه سازمان له جګړه ییز ماموریت وروسته پیل شوی، د ۴۲ هېوادونو تر ۱۳ زرو ډېر پوځيان دي، چې ۵۰۰ پکې بریتانویان دي.

ددغه ماموریت اصلي دنده د افغان امنیتي ځواکونو روزل او ملاتړ دی.