په هلمند کې د جګړو خبرونه ورکړل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې رامنځ ته شوې او دواړه غاړې يوه بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د ياد شوي ولايت ځايي چارواکي وايي په کجکي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د څو ساعتونو لپاره جګړه کړي چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژلي او ۲۰ نور ټپيان کړي دي.
د هلمند د پوليسو وياند شاه محمود اشنا وايي وسله والو طالبانو د کجکي ولسوالۍ په امنيتي پوسته بريد کړی و.
ځايي چارواکو د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو په خپله وېبپاڼه د ۱۵ پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.
طالبان وايي له افغان ځواکونو يې نهه امنيتې پوستې هم نيولي دي.
روانه مياشت د هلمند په ګرمسير سيمه کې د يوې امنيتي پوستې اووه پوليس لومړی مسموم شوي او بيا په ډزو وژل شوي وو.
بريد کوونکو د پوليسو له وژل کېدو وروسته وسلې او مهمات له ځان سره وړي وو.
هلمند د افغانستان په جنوب کې يو له ډېرو نا امنو ولايتونو ګڼل کېږي.








