د هرات غازو زېرمتون کې اور مالي او ځاني زیان اړولی

د افغانستان لوېدیځ هرات ښار په شمالي څنډو کې د اوبلنو غازو په بنسټونو کې د بې سارې اورلګېدنې له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي ویاند احسان الله حیات وايي، په دغه اورلګېدنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
په هرات کې د بي بي سي خبریال ولي محمد حدید وايي، اور د شبې شاوخوا یوولس نیمې بجې ولګېد، چې د سې شنبې ورځ ګهیځ مهال ایله کنټرول او ګل شو.
ډیری زیانمن شوي کسان د همدغه غازو د شرکت کارکوونکي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، اورلګېدنه د غازو د شرکتونو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې.
دغې اورلګېدنې له ۴۲ میلیونو افغانیو ډېر تاوان اړولی دی.
مخکې له دې روغتیايي چارواکو ویلي و، د کمر کلاغ نومې سیمې په دغه اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي چې اورلګېدنه خورا پراخه او زوروره وه.
د هرات د ځینو ښاریانو په وینا، د اور لمبې د شپې تر نژدې دوو بجو له لیرې لیدل کېدې او په ټول ښار کې د غازو بوی خپور شوی دی.
د هرات د روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي: "په سیمه کې زموږ د روغتیايي ډلو پلټنو موندلې چې یوه ۳۵ کلنه مېرمن او ۹ ماشومان چې بېلابېل عمرونه یې درلودل په دغه اورلګېدنه کې وژل شوي، خو مړي یې لا د هرات روغتون ته نه دي راوړل شوي."
په دغه پېښه کې د ۴ نورو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
ایران ته
ښاغلي شیرزي په دې اړه وویل: "د ۴ تنو روغتیايي حالت ډېر نازک و او د شپې په ۲ بجو مو ایران ته د درملنې لپاره ولېږدول. ځینې اوس هم د هرات په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ځینو ته خپلو کورونو ته د تلو لارښوونه وشوه."

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلي شیرزي دا هم وویل، په ټوله کې ۱۸ کسان روغتون ته راوړل شوي وو، چې ځینې یې لوګي مسموم کړي وو او یا د بدن بېلابېلې برخې په بېله کچه سوځېدلې وې.
په هرات ولایت کې د پېښې له ځایه عیني شاهد محمد عوض صاحب زاده بي بي سي ته وویل: "پېښه تېره شپه ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې رامنځ ته شوه. د قبلې له لورې هغې غاړې ته چې شرکتونه موقعیت لري اور ولګېد، دا چې لامل یې څه و ما ته نه دی معلوم."
ښاغلي صاحب زاده په خپلو خبرو کې د ګڼو کورونو د سوځېدو خبره هم وکړه: "موږ وتېښتېدو. ښځې او ماشومان غرو ته وختل. ګډوډي رامنځ ته شوه. بیا وروسته چاودنې وشوې اور لګېدنې د شپې تر ۲ بجو دوام درلود. ګڼ کورونه هم سوځېدلي دي موږ تر سهاره پورې غرو کې ګرځېدو."









