هرات کې د لرغوني دیوال د نړېدو له کبله ۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه،
د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په زاړه ښار کې د یوه لرغوني دیوال د نړیدو له کبله ۶ تنه وژل شوی دی.
د هرات والي ویاند احسان الله حیات بي بي سي ته وویل، چې دغه دیوال چې د هرات اوسني ښار د پایان آب په سیمه کې یې موقعیت درلود، د ډېر زوړوالي له کبله ړنګ شوی دی.
د هرات د روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی بیا وایي، چې د پېښې له سیمې پنځه مړي روغتون ته لېږدول شوي، چی پکی یو ۱۲ کلن ماشوم شامل هم دی او پاتې ټول له ۲۵ نیولي بیا تر ۳۵ کلونو پورې عمر لری.
دا دیوال د هرات د زوړ او لرغونی ښار یوه برخه جوړوي، چی د اوسني نوي ښار په سویل لوېدېځ کې موقعیت لري.
د چارواکو په وینا په ټول هرات کې شاوخوا اوه سوه لرغوني ودانۍ او سیمې ثبت شوې، چی اویا سلنه یې بیارغاونی ته اړتیا لري.
ډېری دا ډول لرغونې ودانۍ د جګړو او یا طبیعی پېښو له کبله زیانمنې شوې دي.




