هرات کې د افغاني تولیداتو دایمي نندارتون

    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, غور

د لومړی ځل لپاره په لوېديځ ولایت هرات کی د افغانستان د کورنیو تولیداتو دایمي لوی نندارتون پرانېستل شو.

دا لوی نندارتون چې په لسګونو پلورنځي په کې فعال شوي د صنعتګرانو د ټولنې له خوا د افغانستان د حکومت او یوې غیر دولتي موسسې په مرسته جوړ شوی دی.
د عکس تشریح، دا لوی نندارتون چې په لسګونو پلورنځي په کې فعال شوي د صنعتګرانو د ټولنې له خوا د افغانستان د حکومت او یوې غیر دولتي موسسې په مرسته جوړ شوی دی.
 د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۰۰ فابریکې فعالې دي او ډول ډول خوراکي او پوښاکي توکي، اوسپنیز وسایل او زینتي شیان تولید وي.
د عکس تشریح، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۰۰ فابریکې فعالې دي او ډول ډول خوراکي او پوښاکي توکي، اوسپنیز وسایل او زینتي شیان تولید وي.
په تېرو لسو کلونو کې افغان صنعتګرانو د خپلو صنعتي فعالیتونو په ترڅ کې ډېرې لوړې ژورې لیدلې او تل له حکومته د هغه څه له کبله ګیله کوي چې له صنعتګرانو د کافي ملاتړ په برخه کې یی د دولت نه پاملرنه بولي.
د عکس تشریح، په تېرو لسو کلونو کې افغان صنعتګرانو د خپلو صنعتي فعالیتونو په ترڅ کې ډېرې لوړې ژورې لیدلې او تل له حکومته د هغه څه له کبله ګیله کوي چې له صنعتګرانو د کافي ملاتړ په برخه کې یی د دولت نه پاملرنه بولي.
 د بهرنیو تولیداتو پر ځای د کورنیو محصولاتو رانیولو ته د خلکو هڅول د دغه نندارتون د جوړیدو اصلي موخه بلله شوې ده.
د عکس تشریح، د بهرنیو تولیداتو پر ځای د کورنیو محصولاتو رانیولو ته د خلکو هڅول د دغه نندارتون د جوړیدو اصلي موخه بلله شوې ده.
ډېری افغان پانګه وال وایي، که حکومت له دوی سره کافي مرستې وکړي دوی به له ګاونډیو هېوادو سره د سیالۍ وړتیا ومومي.
د عکس تشریح، ډېری افغان پانګه وال وایي، که حکومت له دوی سره کافي مرستې وکړي دوی به له ګاونډیو هېوادو سره د سیالۍ وړتیا ومومي.
د اقتصادي چارو کارپوهان د دغه ډول نندارتونونو د بریالیتوب کچه د افغان صنعتګرانو د کار په څرنګوالي پورې تړلي بولي.
د عکس تشریح، د اقتصادي چارو کارپوهان د دغه ډول نندارتونونو د بریالیتوب کچه د افغان صنعتګرانو د کار په څرنګوالي پورې تړلي بولي.
د هرات د صنعتګرانو د ټولنې چارواکي وایي، همدا اوس د ځینو توکو په برخه کې د افغانستان صنعت له ګاونډیو هېوادو سره سیالي کوي.
د عکس تشریح، د هرات د صنعتګرانو د ټولنې چارواکي وایي، همدا اوس د ځینو توکو په برخه کې د افغانستان صنعت له ګاونډیو هېوادو سره سیالي کوي.