هرات کې د کتاب دريم نندارتون

د افغانستان په لويديځ هرات ولایت کې له تېرو دريو کلونو راهيسې د کتاب نندارتون جوړېږي. سږ کال هم د کتاب په دغه لس ورځني نندارتون کې زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ايښودل شوي.

دا په هرات کې د کتاب دریم لوی نندارتون دی چې هر کال جوړیږي. عکسونه محمد قاضي زاده اخيستي.
د عکس تشریح، دا په هرات کې د کتاب دریم لوی نندارتون دی چې هر کال جوړیږي. عکسونه محمد قاضي زاده اخيستي.
دا نندارتون چې د کتاب د خپروونکو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت جوړ شوی لس ورځې به پرانیستی وي.
د عکس تشریح، دا نندارتون چې د کتاب د خپروونکو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت جوړ شوی لس ورځې به پرانیستی وي.
په ۵۰ خونو کې زرګونه ټوکه کتابونه په مختلط ډول ایښودل شوي دي.
د عکس تشریح، په ۵۰ خونو کې زرګونه ټوکه کتابونه په مختلط ډول ایښودل شوي دي.
د کتاب ځینې پلورونکي وایي سږ کال د کتاب بیه په هرات کی ۲۰ سلنه پورته شوې.
د عکس تشریح، د کتاب ځینې پلورونکي وایي سږ کال د کتاب بیه په هرات کی ۲۰ سلنه پورته شوې.
په ایران کې د کاغذ د بیې لوړیدل، د افغانستان سیاسي بدلونونه او دا چې په ګمرکونو کې د کتاب د واردولو مالیه نه ده معاف شوې د کتاب د قیمت د لوړیدو لاملونه ګڼل کیږی.
د عکس تشریح، په ایران کې د کاغذ د بیې لوړیدل، د افغانستان سیاسي بدلونونه او دا چې په ګمرکونو کې د کتاب د واردولو مالیه نه ده معاف شوې د کتاب د قیمت د لوړیدو لاملونه ګڼل کیږی.
ویل کیږي په دې نندارتون کې ایښودل شوي ۳۰ سلنه کتابونه د افغانستان او پاتې د ایران او پاکستان چاپ دي.
د عکس تشریح، ویل کیږي په دې نندارتون کې ایښودل شوي ۳۰ سلنه کتابونه د افغانستان او پاتې د ایران او پاکستان چاپ دي.
هرات د افغانستان له هغو ولايتونو يو دی چې خلک يې له مطالعې سره ډېره مينه لري.
د عکس تشریح، هرات د افغانستان له هغو ولايتونو يو دی چې خلک يې له مطالعې سره ډېره مينه لري.
کلتوري چارواکي وایي په تېرو دوو کلونو کې د ورته نندارتونونو د جوړولو تجربې کامیابې وې.
د عکس تشریح، کلتوري چارواکي وایي په تېرو دوو کلونو کې د ورته نندارتونونو د جوړولو تجربې کامیابې وې.
څو ورځې وړاندې په کابل کې د پوهنتون محصلينو کتابونه واټونو په خوا کې ايښي و او خلک يې مطالعې ته هڅول.
د عکس تشریح، څو ورځې وړاندې په کابل کې د پوهنتون محصلينو کتابونه واټونو په خوا کې ايښي و او خلک يې مطالعې ته هڅول.