هرات: سلما بند کې د اوبو زېرمه کول پیل شول

د عکس سرچینه، d
په هرات کې د هندوستان کونسلګري او ځايي چارواکو ویلي، چې دغه ولایت کې د سلما بند کې د اوبو زېرمه کولو چاره د یکشنبې په ورځ پیل شوې ده.
د هرات والي محمد اصف رحیمي پر خپله فېسبوکپاڼه د دغه خبر لړ کې لیکلې، چې ( نن د افغانستان خلک له څلوېښت کلن انتظار وروسته دغه بند کې د اوبو زېرمه کېده ویني.)
د سلما بند پروژې رغاونه ۱۹۷۶ کال کې د افغانستان لومړي ولسمشر محمد داوود د حکومت پر مهال پیل شوه.
د یاد بند جوړولو چارې، چې افغانستان کې د جګړو له کبله په ټپه ولاړې وې، ۲۰۰۵ کال کې یو ځل بیا پیل شوې.
د سلما بند د اوبو اصلي زېرمه چې ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره سور لري ۶۴۰ مکعب متره اوبه ځایوي.
ویل کېږي، چې په بشپړه توګه به د دغه بند ډکېده له نهوو تر ۱۲ میاشتو پورې وخت ونیسي.
د سلما بند پروژه د هند حکومت تر ټولو ستره هغه ده، چې افغانستان کې یې پلي کوي او لګښت یې تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسیږي.
د هرات والي ویاند احسان الله حیات وايي د بند ټوله کاسه به له ډکېدو وروسته نژدې ۷۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او دغه راز به د ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم ولري.








