کندوز چاودنه کې د وژلو شويو شمېر ۲۹ ته ختلی

د عکس سرچینه، d
د افغانستان په شمال ختيځ کندوز ولایت کې چارواکي وايي د خان اباد په ولسوالۍ کې يوې چاودنې لږترلږه ۲۹ کسان وژلي دي.
چارواکي وايي د وژل شويو په مينځ کې څلور ځايي قومندانان چې په حکومت کې رسمي دندې نه لري خو ملاتړي يې دي هم شامل دي.
د کندوز د والي وياند عبدالودود واحدي بي بي سي ته وويل قومندان قدير هم په دغه چاودنه کې وژل شوی دی.
ويل کېږي قومندان قدير په سيمه کې ډېر نفوذ درلود او د طالبانو يو مهم مخالف بلل کېده.
دی وايي دغه چاودنه تېره ورځ (شنبه، اګست اتمه) وشوه او ماين د شوراب په سيمه کې ځای پر ځای شوی و.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي په دغه ځای کې ځايي قومندانان راټولېدل او دغو قومندانانو تر ډېره د طالبانو ضد فکر درلود.
د کندوز د والي وياند وايي په چاودنه کې اووه کسان ټپيان شوي هم دي.
خو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي چاودنه د ځانمرګي بريد له امله شوې ده.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې په وروستيو څو ورځو کې وسلوالو طالبانو د کندوز ښار په لس کيلومترۍ کې يو شمېر نور کلي هم له افغان ځواکونو نيولي دي.








