کندوز کې د چاودنې له کبله ۲ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، d
د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې چاودنه شوې، چې له کبله یې ۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دغه چاودنه د کندوز ښار روغتون ته نژدې په عمومي څلورلارې کې شوې ده.
د کندوز د پولیسو د مشر ویاند سید سرور حسیني وايي، د دغې چاودنې په پایله کې یوه مېرمن او یو سپین ږیری نارینه وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، ۱۱ نور کسان ټپیان شوي، چې ټول قربانیان ولسي وګړي دي په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شمال دي.
د کندوز د پولیس د مشر ویاند په وینا، دغه چاودنه د یوه موټر په مټ شوې خو لا دا نه ده معلومه چې نښلول شوی ماین و که خپله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای په ځای شوي وو.
د دغې چاودنې له کبله درې نور موټر هم زیانمن شوي دي.
دا چاودنه په داسې مهال شوې، چې د سیمه ییزو پولیسو رنجر له همدې سیمې د تېرېدو په حال کې و. عیني شاهدان وايي، پولیس سرتیري هم سربېرن ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه،
پولیسو د دغې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې.
د دغې چاودنې مسؤولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په دا وروستیو کې کندوز ولایت کې امنۍ زیاتې شوې دي.
د افغان دولت مخالفو وسله والو په بریدونو کې د دغه ولایت دوه ولسوالۍ د حکومت له واکه نه وتلې او افغان حکومت لا په دې نه دی بریالی شوی، چې له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته ونیسي.








