افغان حکومتي ځواکونو د کندوز چهاردره ولسوالي بېرته نیولې

د عکس سرچینه،
افغان امنیتي ځواکونه وايي، د کندوز ولایت چهاردره ولسوالي یې بېرته نیولې ده.
د سې شنبې په ګهیځ د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې له چهاردرې ولسوالۍ نه د افغان حکومت وسله وال مخالفان شړل شوي دي.
ښاغلي صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ولسوالۍ بېرته نیولو عملیاتو ترڅ کې وسله والو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
شېبه مخکې د کندز ولایت او د افغان پوځ ویاندانو د بي بي سي ځايي خبریال احمد الهام ته تایید کړه، چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتي دي.
د پوځ ویاند په خبره په هغو نښتو کې، چې د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره تر سره شول، د حکومت ۸۵ وسله وال مخلفان وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان دي.
يوې ځايي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې، تېره شپه هوايي بمباري هم شوي، چې وايي پایله کې یې نژدې ۷۰ کسه وسله وال وژل شوي دي.

له دې مخکې د کندوز والي عمر ساپي بي بي سي ته وویل، چې د حکومت مخالفان نن ګهیځ له سیمې په شا شول او وايي افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
د نوموړي په خبره هغه ټانکونه او زغروال ګاډي چې د چاردرې ولسوالۍ د نیولو پر مهال د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي وو، بېرته د دوی ګوتو ته ورغلي او وايي، یو شمېر په هوایي بریدونو کې له منځه تللي دي.
بل لور ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند را پيژني په یوه ټویټر پیغام کې د حکومتي ځواکونو له لوري د چهار درې ولسوالۍ کنترول بېرته تر لاسه کول تش پروپاګند بللی دی.
افغان چارواکي داسې مهال د کندوز چهار درې ولسوالۍ کنترول تر لاسه کولو حال وايي، چې د همدې ولایت دشت ارچي ولسوالۍ، چې تېره ورځ د حکومت وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې، لا هم د هغوی په کنترول کې ده.
تېره ورځ د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي بي بي سي ته ویلي و، چې د دشت ارچي ولسوالۍ له لاسه وتلو لامل دا و، چې وايي د ځايي چارواکو له لوري د اضافي ځواکونو ورلېږلو غوښتنې ته توجه و نه شوه.
چهار دره ولسوالي د رواني اونۍ پیل کې د وسله والو طالبانو کنترول ته ورغلې وه.








